شنبه د فبروری ۲۷مه
08.12.1388
څو نړېوالو ورځپاڼو هریو د لندن ټایمز او د انګلستان ایکانومیست مجلې په خپلونننیوکې د افغانستان په اړه مقالې لیکلي،چې د ازادۍ راډیو خبریال جان اقا الکوزي په لاندیني مطلب کې رانغاړلي دي.
لندن ټایمز:
په لندن کې خپریدونکې ورځپاڼې ټایمز په وروستۍ ګڼې کې پیژندل شوي ډپلومات پیدي اشداون یوه مقاله خپره کړی، چې سرلیک یي دی:
په افغانستان کې د خوښۍ لپاره دلایل شته خو یوازې په جګړې سره بری نه شي حاصلیدلی.
ورځپاڼه لیکي:
د جګړې په ډګرکې د دښمن د یوه قوماندان یا مشر نیونه او یا وژنه تل یوه مهمه او ستره خبره وي، خو دا په حقیقت کې یوه قاطع او پریکړوني پېښه نه شي ګڼل کېدای.
اشداون د ټایمز ورځپاڼې په مقالې کې لیکي: د امریکا او پاکستان په ګډو عملیاتوکې د طالبانو د جګ پوړي پوځي قوماندان ملا عبدالغني مشهور په ملا برادراو دغه راز د ملا عبدالکبیر په شمول په پاکستان کې د طالبانو د مشرتابه د شاوخوا نیمايي کسانو نیول مهمې پېښې دي.
د دې کار اهمیت په دې کې نه دی چې نیول شوي کسان څوک او څه دي؟ بلکه مهمه خبره داده، چې دا کسان څه حکایتونه کوي.
د اشداون په نظر موږ باید په دې فرضیې باندې له سره غور وکړو چې وایي، پاکستان نه غواړي په دې هېواد کې دېره القاعده شبکه، پاکستاني طالبان، افغاني طالبان او دغه راز پنجابي طالبان مهار کړي.
داسې فکر کېده، چې د پاکستان سیاست داسې دی چې د امریکا د خوښۍ لپاره د القاعده شبکې په ضد وجنګیږي، د خپل کورني امنیت او مصونیت په مقصد پاکستاني طالبان او افراطیان مهار کړي او د افغاني طالبانو په ضد، چې په خپله یي رامنځ ته کړي، هیڅ اقدام ونه کړي او په اصطلاح لاس تر زنې ورته کیني.
خو بالاخره معلومه شوه، چې پاکستانیانو پریکړه کړې، چې د افغانستان هلمند ولایت کې د جنرال مک کریستال له عملیاتو سره موازي، د افغانستان د جنوبې پولې په اوږدو کې په وسله والو فشارونه زیات کړي.
ټایمز وړاندی لیکي، د پاکستان له دې اقداماتو څخه یو بل شی هم په ډاګه کیږي او هغه دا، که چېرې د پاکستان حکومت فکر کوي، چې په دې کار کې غښتلی دی، نو د زیاتو کسانو د اټکل په خلاف به یي دریځ پیاوړی وي.
او دا، چې اسلام اباد د افغانستان د پرمختګ په کار کې جدي شوی نو دا ترټولو ښه خبره ده.
ایکانومیست:
په انګلستان کې خپریدونکي ایکانومیست مجلې په وروستې ګڼې کې په افغانستان کې د جمهوري ریاست د وروستیو انتخاباتو په اړه یوه مقاله لیکلي او په یوې برخې کې یي لیکي:
د تېر کال ستونزمنو انتخاباتو راهیسي لویدیځ دپلوماتان دافغانستان د انتخاباتوپه سیستم کې د اصلاحاتو راوستلو خبرې کوي. دپلوماتان وایي، د انتخاباتو له هغه سیستم سره به، چې ولسمشر کرزي پرې واکمن وي، مالي مرسته ونه کړي.
مجله د مقالې په وروستیو کرښو کې لیکي:
زیات شمېر کسان داسې انګېري، چې ولسمشر کرزی باید د انتخاباتو د خپلواکه کمیسیون د ریس او د رهبرۍ د پلاوي د ټاکلو صلاحیت ونه لري. دغه راز باید ولسمشر ته اجازه ورنه کړه شي، د انتخاباتو د شکایتونو کمیسیون چې زیات شمېرغړي یي بهرنیان دي کمزوری کړي.