راتلونکې خپرونه


ورځنى سندريز پروګرام

د وطني ديګيو بازار ګرم دى

كركټ په نورستان كې

مطبوعاتو ته کتنه / نړېوالې ورځپاڼې

یکشنبې د فبروری ۲۸مه

09.12.1388

نړېوالو لاس انجلس او فایننشیل ټایمز ورځپاڼو په خپلو نننیوګڼو کې د افغانستان او د هند ترمنځ د اړیکو په اړه مقالې لیکلي، چې نوریاس نوري ورته کتنه کړې.

لاس انجلس ټایمز:

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په کابل کې د طالبانو د وروستیو بریدو په اړه په یو مطلب کې لیکلی، چې دغه بریدونه د طالبانو د تکتیک بدلون څرګندوي.

ورځپاڼه زیاتوي د کابل په منځ کې په یوه هوټل او مهمانخانې باندې د جمعې د ورځې همغږي بریدونه، چې په نتیجه کې یي ۱۶ کسه مړه شول.

څرګندوي، چې طالبانو خپل تکتیک او جنګي چلونه د سیاسي اهدافو لپاره بدل کړي دي.

ورځپاڼه وایي، چې څارونکي په دې نظر دي چې دغه بریدونه په دقت پلان شوي وو او د څو سیاسي مقاصدو لپاره وشول.

ورځپاڼې د جان هاریسون په نامه په سینګاپور کې د سیاسي چارو د یوه کار پوه نظر را اخیستی، چې وایي، د کابل په منځ کې بریدونه چې امنیتي تدابیر په کې ډیر ټینګ دي دا پیغام رسوي، چې د هلمند په مارجې کې روانو عملیاتو طالبان نه دي ویره ولي او دوي په پایتخت کابل هم بریدونه کولای شي.

دی وایي، چې طالبان په خپلو دغو بریدونو کوشش کوي دا خبره وکړي، چې ناټو يي ګواکې نه شي ماتولای او څرګندوي، چې دوي کابل ته ننوتلای شي او هلته د څو ساعتونو لپار مقاومت هم کولای شي.

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه لیکي، چې دغه بریدونه په کابل د جمعې د ورځې ګهیځ مهال وشول او په دغه وخت، چې امنیتي ځواکونه دومره څارنه نه کوي د بریدکوونکو لپاره اسانه وه، چې موټر او بمونه ټاکل شوېو اهدافو ته ورسوي .

څیړونکي وایي،دا چې برید کوونکو په هغه یو میلمستون برید وکړ چې د مرستندوېو موسسو هندي چارواکي په کې اوسېدل څه د تصادف خبره نه ده.

دغه برید له یوه پلوه د جمهور رییس حامد کرزی لپاره، چې له هند سره نژدې اړیکي لري او د لویدیځ ملاتړ هم ورسره دی یو مستقیم ګواښ دی.

د مرستندېو موسسو په هندي چارواکو باندې دغه برید له دوو هغو بریدونو وروسته وشو، چې په تېرو دوو کلونو کې په کابل د هند په سفارت وشول .

او کیدای شي دغه برید په پاکستان کې د ځینو هغو کسانو په ګټه وي، چې هیله لري په افغانستان کې د هند نفوذ کم کړي.

ورځپاڼه د اسیایي او امریکایي څیړونکو له قوله وایي، چې د پاکستان استخبارات دهند خلاف د بالوکاله جنګ لپاره له کلونوراهیسي دننه په هېواد کې هغه اسلام پلوي ډلې پالې، چې له افغان ډلو سره ارتباط لري.

ورځپاڼې د سه ډه ننډ دوم په نامه د یوه سیاسيي څیړونکي خبره را اخیستيی چې وایي پاکستان په افغانستان کې د هند نفوذ ته ډیر خپه دی او هیله لري چې دغه نفوذ کم شي.

فایننشیل ټایمز:

فایننشیل ټایمزورځپاڼې هم په کابل د وروستۍ برید او د هند او افغانستان د اړیکو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، چې هند د جمعې په ورځ په افغانستان کې خپلو منافعو باندې برید چې یو شریر عمل یي وګاڼه سخته غوصه او خپګان څرګند کړ.

نوي ډهلي وویل، چې د دغه برید مقصد دادی چې د افغانستان او هند ترمنځ ټینګي اړیکي تخریب کړي.

فایننشیل ټایمز ورځپاڼې، په دی سیاق کې د هند د بهرنیو چارود وزیر اس ام کریشنا خبره راخیستي، چې ويي وویل:

دغه وحشیانه بریدونه د ژورې اندیښنې وړ دي او دا کارد هغو کسانو دی چې د هند اوافغانستان د دوستي د تخریب لپاره سخت ناهیلي زیارونه کوي.

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس