ژوندۍ خپرونې

دري خپرونه

راتلونکې خپرونه

ورځنى سندريز پروګرام

په کابل کې د لبنیاتو د تولید نوې فابریکه

عدم تشدد - د کړکیچونو د هواري لار-ځانګړې پرواګرامونه

عدم تشدد د کړکېچونو د حل اغېزمنه لاره-اوومه برخه Audio

د نوییمې میلادي لسیزې په پیل کې د شوروي اتحاد له ړنګېدو سره، کمونیزم او له کمونیزم سره تړلي نظامونه هم له مینځه ولاړل. خو دا پېښه تصادفي نه وه. تفصیل...

ددې لړۍ نور پروګرامونه دلته وګورﺉ

مطبوعاتو ته کتنه / کابل ورځپاڼې

دوشنبې د زمري ۴ مه

د نورستان والي جمال الدين بدر

د نورستان والي جمال الدين بدر

وروستی بدلون 04 05 1389 10:09 AM

په كابل كې خپريدونكو ورځپاڼو په نورستان كې د برګ مټال نيول د مخالفينو له خوا د دولت كمزوري بللې. پدې اړه ګڼ راپورونه او مطالب چاپ شوي چې لنډيز يي دلته لولئ.

اراده:

ارادې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقالې كې د وسلوالو طالبانو له خوا د نورستان د برګ مټال ولسوالۍ په نيولو تبصره كړې او ليكلي يې دي، وسلوالو طالبانو په تېرو دوو مياشتو كې دوه ځلې دا ولسوالۍ نيولې او درې ځلې يې پرې سختې حملې كړي دي.

په سرمقالې كې راغلي، د برګ مټال د بيا بيا سقوط اساسي علت په سيمه كې د افغان او ناټو ځواكو كمزوري او د وسلوالو مخالفينو قوت څرګندوي خو دې پوښتنې ته تر اوسه ځواب نه دى ويل شوى چې افغان او ناټو ځواكونه ولې د دې ولسوالۍ د ساتلو لپاره جدي اقدامات نه كوي.

ارادې په يوه بل مطلب كې د افغانستان په اړه د تركمنستان د ولسمشر څرګندونې خپرې كړي چې ويلي يې دي، د افغانستان د بحران د حل لپاره نوې لارې چارې بايد ولټول شي،په مطلب كې د پرې محمدوف له قوله ويل شوي، دغه نوې لارې چارې د افغاني لورو ترمنځ د مذاكراتو تيزول دي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې هم د برګ مټال ولسوالۍ د بيا سقوط په اړه تبصره كړې ده او ليكلي يې دي ، د دې ولسوالۍ د بيا بيا سقوط عوامل بايد وموندل شي چې ايا هلته د افغان او يا نړېوالو ځواكونو شمېركم دى، په وسلو ښه سنبال نه دي، په منځ كې يې همغږي نشته، د خلكو همكاري ورسره نشته او كه وسلوال مخالفين پياوړي دي.

ورځپاڼې د ولسمشر حامد كرزي په مشرۍ د لوړې كچې امنيتي غونډې راپور هم وركړى دى چې د پارلماني انتخاباتو د امنيت لپاره په جدي تدابېرو ټينګار په كې شوى دى.

په راپور كې راغلي، په دې غونډه كې اړوند ارګانونو ته سپارښتنه شوې د كندهار او ننګرهار ولايتونو د امنيتي وضعيت په اړه لا ډير معلومات راټول او د امنيت شورا راتلونكې غونډې ته دې وړاندې كړي.

راه نجات:

راه نجات ورځپاڼې په افغانستان كې د وسلوالو مخالفينو د مالي سرچينو په اړه تبصره كړې، د ليكوال په باور د امنيتي كمپنيو او د هغو قرارادونو يوه برخه پيسې چې په افغانستان كې ترسره كيږي، په مستقيمه او غير مستقيمه توګه وسلوالو مخالفينو ته رسيږي.
په مطلب كې د يوه افغان كارپوه له قوله ليكل شوي چې د كوكنارو كښت، عشر او زكات د وسلوالو مخالفينو كورنۍ مالي منابع دي او له دې سربيره له امنيتي كمپينو او لويو قرارداديانو نه باج هم اخلي.

راه نجات په يوه بل مطلب كې د ناټور او روسيې په همكارېو او پر افغانستان يې د اغيزو په اړه تبصره كړې. په مطلب كې راغلي چې د روسېي او ناټو ريښتنې همكاري په سيمه كې اساسي بدلونونه رامنځ ته كولاى شي.

سرنوشت:


سرنوشت ورځپاڼې د ناټوځواكونو په هوايي حمله كې د هلمند په سنګين ولسوالۍ كې د ملكي خلكو د وژل كېدو وروستۍ پېښې ته په اشارې سره ليكلي دي، د ملكي وګړو وژل به ناټو او امريكايي ځواكونه ونه ژغوري.

ورځپاڼې ليكلي دي د مك كرېسټل له ګوښه كېدو او پر ځاى يې د جنرال پټريوس له ټاكل كېدو وروسته اټكل كېده چې د ملكي وګړو مرګ ژوبله به زور واخلي.

سرنوشت ليكلي ويره او د ملكي خلكو وژنه د پوځيانو ژوند نه شي ژغورلاى او ناټو ځواكونه بايد د مخنيوي لپاره خپله ټوله هڅه وكړي.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرليك كې د امريكا د تر ټول ستر پوځي چارواكي مايك مولن خبره راخيستې چې ويلي يې دي، اسامه او د القاعده شبكې جګ پوړي غړي په پاكستان كې دي.

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس