د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

د کوټې شورا پکتیکا ته مخه کړې


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو پر بېلابېلو مسایلو خپل مطالب لیکلي دي.

خدمتګار:

خدمتګار غیر دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې د طالبانو د کوټې شورا پکتیکا ته مخه کړې.

دې ورځپاڼې د ملي امنیت د ریاست له قوله لیکلي، چې په دې ولایت کې نیول شوو طالب وسله والو ویلي، چې دوی د کوټې له کوچلاک سیمې نه راغلي وو.

خدمتګار د (رحمان ملک خوله بیا بې واکه شوې) ترعنوان لاندې د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر هغه خبرې بې ځایه بللي، چې ویلي یی دي په سوات کې پر ملالې یوسفزۍ برید له افغانستان څخه وسله والو طالبانو کړی دی.

دې ورځپاڼې لیکلي، چې د دې حملې مسوولیت د پاکستاني طالبانو ویاند احسان الله احسان منلی دی.

محور:

محور غیر دولتي ورځپاڼې د پیښور په جوماتونو کې د هغو فتواوو په اړه لیکنه خپره کړې، چې پاکستاني ملایانو ویلي په افغانستان کې جهاد روا دی.

ورځپاڼې لیکلي، چې دې پاکستاني ملایانو افغان ځوانانو ته پیغورونه ورکړي، چې په افغانستان کې یې جهاد پریښې او په کورونو کې ناست دي.

محور په پاکستان کې د ځینو افغانانو له قوله لیکلي، چې د پاکستان استخباراتي شبکه په دې هڅه کې ده، چې په کیمپونو کې ځینو مشرانو ته امتیازات ورکړي او هغوي ځوانان دې ته وهڅوي چې افغانستان ته د جنګ لپاره راشي.

دې ورځپاڼې د مشرانو جرګې هغه خبرې هم را اخیستې، چې ویلي یې دي د علماو شورا باید د ځان وژونکو او د هغوي د ملاتړو پرضد د جهاد اعلان وکړي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې هم په دې اړه په یوه مطلب کې د مشرانو جرګې په حواله لیکلي، چې د ځان وژونکو حملو د مخنیوي لپاره دې باید د اسلامي هېوادونو د عالمانو نړېوالو کنفرانس جوړ شي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې هم په همدې اړه یوه لیکنه خپره کړې، چې په کې د مشرانو جرګې د غړو له قوله ویل شوي د ځان وژونکو حملو د مخنیوي لپاره د اسلامي هېوادونو د کنفرانس جوړول اړین دي.

باور:

باور غیر دولتي ورځپاڼې خپل غټ عنوان په دې اړه لیکلی، چې د ډیورنډ کرښه تر اوسه نه د افغانستان ولس او نه هم کوم حکومت په رسمیت پیژني.

دې ورځپاڼې د مورخ او څیړونکي حبیب الله رفیع له قوله لیکلي، چې دغه کرښه یوه خیالي مساله ده او په نړېوالو اسنادو کې هیڅ حقوقي او قانوني ارزښت نه لري.

باور د لویدیځو لیکوالو او څیړونکو له قوله لیکلي، چې ډیورنډ کرښه په نړېوالو اسنادو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولي په توګه نه ده پیژندل شوې.

سرنوشت:

سرنوشت غیر دولتي ورځپاڼې د ځینو لویدیځو رسنیو په حواله لیکلي، چې تاجکستان د ځینو افغانانو لپاره د عیاشۍ په مرکز بدل شوی.

د تاجکستان د ګرځندوی رییس دولت حبیبوف ویلي، چې تیرکال لس زره افغان سیلانیان تاجکستان ته ورغلي وو، چې تاجکستان ته له ټولو هېوادونو څخه د سیلانیانو ډیره برخه جوړوي.

ویسا:

ویسا غیر دولتي ورځپاڼې د خپلو نورو مطالبو ترڅنګ د سوک وهنې په لوبه کې د حمید رحیمي د اتل کیدو په اړه یوه لیکنه خپره کړې.

دې ورځپاڼې لیکلي، چې دې لوبې ته له دوو زرو ډیر ننداره کوونکي ورغلي وو او د یوه ټکټ بیه ان تر لسو زرو افغانیو هم پورته شوه.

ویسا د حمید رحیمي بریا مهمه بللې او ویلي یي دي، چې باید ورزش ته په افغانستان کې پاملرنه زیاته شي.
XS
SM
MD
LG