د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۸

"راتلونکی حکومت د جوړجاړي له مخې نه جوړیږي"


د کابل چاپ د نن ورځې ورځپاڼو خپل مطالب ترډېره د انتخاباتو د دویم ځل قسمي نتیجو اعلان، کابل ته د اغاجان معتصم د مرموز راتګ او په ایران کې د څلور تنو افغانانو د اعدام په اړه غبرګونونو ته ځانګړي کړي.

هېواد:

هیواد دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي؛ چې راتلونکی حکومت د اساسي قانون پر بنسټ جوړیږي، نه د کوم جوړجاړي له مخې.

هېواد په دې مطلب کې لیکي، د ولسمشرۍ دوه مخکښ کاندیدان ډاکتر عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزی ډاډه دي؛ چې انتخابات به په لومړي پړاو کې ګټي؛ خو ورځپاڼه لیکي، که انتخابات دویم ځل ته هم ولاړشي؛ ولس هیله لري چې، د خپلې ارادې له مخې حکومت جوړ کړي او ولس د ویم ځل انتخاباتو کې هم د ګډون چمتوالی ښودلی.

محور:

محور خپلواکې ورځپاڼې بیا په لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي؛ د ۲۰۱۴ کال ټولټاکنې له پیله ترپایه سازش.

محور په دې مطلب کې لیکي، په لومړي سرکې هر کاندید مکلف وو چې؛ یو لک ضمانتي کارتونه کمیسیون ته ورکړي، خو په مطلب کې راغلي چې؛ د پنځوس فیصدو قسمي رایو مخکښ کاندید عبدالله عبدالله کمیسیون ته اویا زره کارتونه وړاندې کړل.

ورځپاڼه په مطلب کې لیکي؛ په لومړي ځل قسمي رایو کې د کاپیسا او نورستان رایې هم د ښاغلي عبدالله په ګته وشمېرل شوې او د ورځپاڼې په باور دا دومره تقلبي رایې وې چې؛ باید سوځول شوي وای.

ورځپاڼې لیکلي، د انتخاباتو د کمیسیونونو چارواکي نه پوهیږي چې د څه لپاره کارکوي.

په مطلب کې دا هم راغلي، چې د انتخاباتو په کمیسیونونو کې سپینه خبره کول یو سخت کار دی او مطلب دا هم وایي چې، حقیقت ویل یا سپینه خبره کول به هېواد د بحران خواته بوځي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي؛ چې آغاجان معتصم د حکومت او د سولې عالي شورا په غوښتنه کابل ته راغلی.

ورځپاڼې د ځینو ناتاید شوو راپورنو په اساس لیکلي؛ چې معتصم د اماراتو د پولیسو له خوشې کېدو وروسته په ځانګړې الوتکه کې له یوه بل کس سره کابل ته راغلی.

ارمان ملي:

ارمان ملي ورځپاڼې بیا په دې اړه یوه مطلب کې لیکلي؛ چې د افغان حکومت هڅو نتیجه ورکړه او کابل ته د معتصم له راتګ سره د افغان سیاستوالو هغه خیالي ارمان پوره شو؛ چې د سولې په برخه کې یې درلود.

ارمان ملي لیکلي، چې معتصم په یوې ځانګړې الوتکه کې کابل ته راغلی او له هوایي ډګره په یوه تورشیشه یي او بې پلیټه موټر کې نامعلوم ځای ته انتقال شوی دی.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلی، د ایران مرستندوی بنسټونه د جاسوسانو ځالې.
ورځپاڼې په دې مطلب کې د مشرانو جرګې د ځینو غړو هغه خبره را اخیستې چې؛ ویلې یې دي، ایران د مدافع وکیل او افغان حکومت له همغږۍ پرته افغانان اعداموي.

ورځپاڼې په دې مطلب کې د مشرانو جرګې د مشر فضل الهادي مسلمیار هغه خبره راخیستې چې؛ ویلې یې دي، په افغانستان کې د ایران ټول مرستندوی بنسټونه باید وتړل شي.
XS
SM
MD
LG