د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

محور: کمپاینران د کمیشنرانو په رول کې


د کابل چاپ د نن ورځې ډیر شمېر ورځپاڼو د انتخاباتي مسایلو او په دې برخه کې د موجوده ستونزو په اړه مطالب خپاره کړي.

محورغیر دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو کې لیکلي چې کمپاینران د کمیشنرانو په رول کې.

په دې اړه لیکنه کې راغلي، چې په انتخاباتي کمیسیونونو کې یو شمېر کمیشنران د ولسمشرۍ د یوه کاندید په ملاتړ تورن شوی او د دې کمیسیونونو بې طرفۍ ته یې زیان رسولی دی.

په مطلب کې ویل شوي چې دا کمیشنران د جمهوري ریاست د یوه کاندید په پلوۍ کار کوي او د ټیلیفون له لارې د انتخاباتو خوندي معلومات له ځینو کاندیدانو سره شریکوي.

محور لیکلي، چې د مدني ټولنو فعالینو له قضایي ارګانونونه غوښتي چې د کمیشنرانو او انتخاباتي لوړ پوړو چارواکو اړیکې او ناستې ولاړې کنټرول کړي.

سرنوشت غیر دولتي ورځپاڼې سربیره پردې چې د انتخاباتود ښکیلو اړخونو د مسوولیتونو په اړه یې تحلیلي لیکنه خپره کړې د سناتورانو له قوله یې ویلي چې دویم پړاو انتخاباتو ته دې باید تیاری ونیول شي.

په دې اړه لیکنه کې د مشرانو جرګې د غړو په حواله راغلي، چې د انتخاباتو کمیسیون دې پاکې او ناپاکې رایې بیلې او بیا دې نتایج اعلان کړي.

سرنوشت خپله سرمقاله هم د انتخاباتو د لومړنیو نتایجو د اعلان پر موضوع لیکلې او وایي، چې لا تر اوسه ډیر انتخاباتي شکایتونه شته چې باید په جدي توګه وڅیړل شي.

د سرمقالې لیکوال لیکلي که د انتخاباتو د لومړنیو نتایجو اعلانیدل ځنډیږي نو په کار ده چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون خپل کار سم او په منظم ډول ترسره کړي.

ملي ارمان غیر دولتي ورځپاڼې د جمهوري ریاست د دوو کاندیدانو محمد داوود سلطانزوی او هدایت امین ارسلا له قوله لیکلي چې د انتخاباتو قسمي نتایج د خندا وړ دي.

په مطلب کې د دې کاندیدانو له قوله ویل شوي، چې د انتخاباتو قسمي نتایج ورته د منلو وړ نه دي ځکه چې درغلۍ ډیرې دي اوباید چې وڅیړل شي.

هېواد دولتي ورځپاڼې خپله سرمقاله تردې پوښتنې لاندې لیکلې، چې د انتخاباتو نتایج به کله اعلان شي.

د سرمقالې لیکوال لیکلي انتخاباتي شکایتونه ډیر دي او څیړل یې وخت ته اړتیا لري.

د لیکوال په باور له همدې امله د انتخاباتو لومړني نتایج چې ټاکل شوه وه د ثور په څلورمه نیټه اعلان شي د همدې میاشتې شپږمې ته ځنډول شوي.

د هېواد د سرمقالې لیکوال سپارښتنه کوي چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون باید شکایتونه په دقیق ډول وڅیړي ترڅو تورې رایې له سپینونه جلا او د انتخاباتو شفافیت او مشروعیت ته زیان ونه رسیږي.

ویسا غیر دولتي ورځپاڼې په یوه مطلب کې د هرات د انتخاباتي شکایتونو د سیمه ییز دفتر د مسوولانو له قوله لیکلي چې د ځینو کاندیدانو د پلویانو له خوا ورته ګواښونه کیږي.

په مطلب کې راغلي، چې دا کار کوونکي بهر نه شي وتلای او ټیلیفونونو ته یې هم داسې پیغامونه استول کیږي چې هغوي ته په کې ګواښونه شوي وي.

ویسا خپله سرمقاله هم په انتخاباتو کې د درغلیو په اړه لیکلې او ویلي یي دي، چې په انتخاباتو کې تقلب او درغلۍ شوي او هیڅوک هم سپین بازان نه دي.

چمتوکوونکی: نسیم شفق
XS
SM
MD
LG