د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

"ولسمشر کرزي ته ځانګړې شوې هلیکوپټره له منځه لاړه"


نړېوالو ورځپاڼو د کابل پر هوايي ډګر د شوې وروستۍ حملې او د افغانستان د حالاتو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

وال سټریټ ژورنال:

امریکا چاپ، وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې په کابل نړېوال هوایي ډګر د پنجشنبې د ورځې د توغندیو د حملې په اړه یو مضمون خپور کړی او په یوه برخه کې یې لیکي: طالبانو د پنجشنبې په ورځ د کابل نړیوال هوایي ډګر په پوځې برخې حمله وکړه، د میلونونو ډالرو زیان یې واړاوه او د جمهور رییس حامد کرزي لپاره ځانګړې شوې هلیکوپټره یې هم له منځه یوړه.

ورځپاڼه د یوه افغان چارواکي له خولې لیکي؛ د طالبانو په حمله کې دوه نور هلیکوپټرې چې د کورنیو چارو د وزارت مربوط دي؛ هم زیانمن شوي دي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت خاص ځواک دیرش دانې روسې ډوله Mi-17 هلیکوپټرې لري چې؛ د نشه یي موادو پر ضد ماموریت او خاصو عملیاتو لپاره ترې کار اخلي.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه زیاتوي، افغان پوځ ته هلیکوپټر د امریکا په پیسو پیرل شوي او د هر یوه هلیکوپټر بیه شاوخوا ۱۸ میلونه ډالره ده.

ورځپاڼه لیکي، د کابل هوایي ډګر د پنجشنبې د ورځې حمله چې طالبانو یې مسوولیت منلی؛ له ۲۰۱۲ م کال راهیسې په الوتکو باندې د وسله والو تر ټولو جدي حمله وه. هغه مهال په هلمند ولایت کې د ایتلافي ځواکونو په باسټن کمپ کې طالبانو حمله کړې وه او اته امریکایي الوتکې یې له منځه وړې وې.

وال سټریټ ژورنال وړاندې لیکي؛ Mi-17 روسې هلیکوپټرې د افغانستان د هوایي ځواک د ملا تیر دی او دا مهال د افغانستان دفاع وزارت ۵۸ مې اولس، پنځه Mi-35 جنګي هلیکوپټرې او څو دانې MD-530 روزنیز هلیکوپټرې لري.

ورځپاڼه لیکي، دا حمله په داسې حال کې شوې چې؛ په افغانستان کې د جمهوري ریاست د دوو کاندیدانو ترمنځ شخړه روانه ده او عبدالله عبدالله په رایو کې د درغلیو ادعا کوي.

ډېلي ټیلګراف:

انګلستان چاپ، ډېلي ټیلګراف ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې؛ "افغانستان د اوس لپاره عراق نه دی" تر سرلیک لاندې یو مضمون خپور کړی او په سر کې يې لیکي:

دا چې افغانستان د اوس لپاره عراق نه دی؛ دا خبره د زیات شمېر څیړونکو هغه فکر نه بدلوي؛ چې وایي، د افغانستان راتلونکی تیاره دی. دوی وایي، د ناټو جنګي عسکر د روان عیسوي کال په پای کې له افغانستانه کډې باروي او تر شا به یو نازک یا ماتېدونکی حکومت پریږدي او دا په داسې حال کې چې اسلامي وسله وال فرصت ته منتظر دي.

ډېلي ټیلګراف ورځپاڼه لیکي، افغانستان او عراق سره تر ډیره حده نه شي مقایسه کېدلای. عراق په منځني ختیځ کې د اسراییلو او فلسطینیانو او دغه راز د عربو او شیعه ګانو ترمنځ پروت دی؛ د سوریې شخړو ورته لار کړې او د حکومت واګی د یوه داسې بې اعتباره صدراعظم په لاس کې دی چې؛ فرقه یي شخړې یې په مغزو حاکمې دي.

افغانستان په جنوبي آسیا کې پروت دی چې؛ د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر له جګړې څخه زیانمن دی. حامد کرزی نوري المالکی نه دی او باید وستایل شي چې ځان یې په افغانستان کې له قومې لیکو څخه ډېر پورته او جلا ساتلی دی.

د ورځپاڼې په باور، په افغانستان کې یوه ستره ستونزه هم شته او هغه د جمهوري ریاست د انتخاباتو پر سر روانه لانجه ده. ډیپلوماټانو او مرستندویانو فکر کاوه چې؛ دا انتخابات به په افغانستان کې د قدرت لومړنی ډیموکراټیک انتقال وي او هېواد به په یوه غږ د نوي مشر تر رهبرۍ لاندې متحد کړي؛ خو داسې ونه شول.

ډیلي ټیلګراف د تحلیل په وروستۍ برخه کې لیکي؛ هرڅومره چې د انتخاباتو لانجه په افغانستان کې اوږدیږي؛ په هماغه اندازه د جمهور رییس کرزي د ځای ناستي چانس کمیږي او دغه راز به له دې هېواد څخه د لویدیځ د وتلو ستراتیژي له ستوونزو سره مخامخ وي.

XS
SM
MD
LG