د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۳

یوې کثیفې سوداګرۍ د افغانستان د یوه ولایت هوا ککړه کړې


نیویارک ټایمز ورځپاڼې له افغانستانه د امریکایي روزونکو د وتلو د تیاریو او افغانانو ته د چارو د سپارلو په اړه یو مضمون خپور کړی او لیکې:

کابل ته نږدې د کوه صافي ولسوال له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته حالاتو او ستونزو په اړه فکر کوي.

ولسوال په خپلې نارامې ولسوالۍ کې د امنیت په ښه کېدو کې د امریکا د خاصو ځواکونو د یوه ځوان تورن له ونډې مننه کوله او په عین وخت کې یي د دې ځواکونو له وتلو وروسته حالت په اړه هم خبرې وکړې.

ده وویل، هیله من دی چې امریکایي عسکر له افغانستانه ونه وځي او په دې هېواد کې د پاته کېدو کومه لار پیدا کړي.

نیویارک ټایمز لیکي:

امریکایي تورن چې مخکې یي هم دا ډول څرګندونې اوریدلې وې، د کوه صافي د ولسوال په خبروکې یي مداخله وکړه او ویي ویل، موږ به د اوړي ترپایه له افغانستانه ووځو.

ده وویل، که چېرې په خونه کې ناست کسان د بهرنیو ځواکونو د ځای ډکولو کوم پلان نه لري، سره له اوس نه یي باید په اړه فکر وکړي.

د سولې او جګړې انسټیټیوټ خپرونې په وروستۍ ګڼه کې:

یوې کثیفې سوداګرۍ د افغانستان د یوه ولایت هوا ککړه کړې – تر سرلیک لاندې یو مضمون خپور کړی او په یوه برخه کې یي لیکي: عبدالرحمن او د کورنۍ غړې یي چې د شپې له خوا د ننګرهارد اوړي په ګرمیوکې د خپل کورد بام په سر بیدیږي، سهار له خوبه د راپورته کېدو پرمهال یي کورته نږدې د خښتو د بټۍ لوګیو مخونه تک تور کړې وې.

خپرونه لیکي:

عبدالرحمن چې د ننګرهار د پوهنتون محصل دی او په سرخرود ولسوالۍ کې ژوند کوي، وایي:

دا چې برښنا نشته او نه شي کولای په خونه کې باد په کې یا ایرکنډیشن ولګوي، نو مجبور دي چې د شپې له خوا د بام پرسر استراحت وکړي.

عبدالرحمن وایي، ټوله شپه د خښتو د بټیو لوګي تنفس کوي، ایرې او خاورې یي د دوي په کالیو پرویزي. دوي له دې حالته سخت په تنګ دي.

د سولې او جګړې انسټيټیوټ خپرونه لیکي، عبدالرحمن څو ځلي ښاروالۍ ته شکایتونه کړي، خو څوک یي نه اوري.

دی وایي، چارواکې په کورو کې عصري ایرکنډیشنونه لري او په ښارونو کې ژوند کوي، دوي د خوارانو څه پروا لري.

خپرونه زیاتوي، له ۲۰۰۱ کال راهیسي په سرخرود ولسوالۍ کې د خښتو د بټیو کاروبار بیخې زیات شوی دی.

په دې ولسوالۍ کې شاوخوا سل بټۍ د ټولو ختیځو سیمو د اړتیا وړ خښتې پخوي او شاوخوا ۹ زره کسان په دي بټیو کې کار کوي. خو دا کار د ژوند پر چاپریال ډير ناوړه اغیز کوي.

خپرونه د سیمې د خلکو له خولي لیکې:

د خښتو په بټیو کې د ډبرو سکاره او د موټرو زاړه ټاییرونه سوځل کېږي چې ډیربد بوي لري او په خلکو کې د تنفسي او جلدي مرضونو سبب کېږي.

XS
SM
MD
LG