د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۷

واشنګټن پوسټ: په افغانستان کې د طالبانو د انتظار لوبه


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې په يوه ليکنه کې؛ چې سرليک يې دي؛ "په افغانستان کې د طالبانو د انتظار لوبه" د افغان امنيتي ځواکونو د وړتياوو او قوت په اړه تبصره کړې ده.

د مقالې ليکوال د هغه خبريال په قول چې له امريکايي پوځيانو سره يې د افغانستان په ځينو برخو کې کتلي دي؛ وايي چې، يوه امريکايي پوځي ورته ويلي:

"که زه طالب وای، له افغانستانه د امريکايي پوځيانو تر وتلو پورې منتظر پاتې کېدم او بيا مې خپل بخت له افغان ځواکونو سره ازمايه."

امريکايي ځواکونه له ډېر وخته دا پوښتنه کوي چې ايا طالبان پلان لري يا کولی شي چې؛ له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو له وتلو وروسته د افغان ځواکونو پر ضد پراخ عمليات وکړي.

حتی په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جوزيف ډنفورډ له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د وتلو د سرعت په اړه اندېښنه ښکاره کړې ده.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه زياتوي، دا چې طالبان د امريکايي پوځيانو وتلو ته انتظار باسي؛ داسې مساله ده چې، له ډېره وخته پرې خبرې کېږي، په تېره بيا له ۲۰۰۹ کال وروسته دا مسله هغه مهال د خلکو خولو ته ولوېده چې ولسمشر بارک اوباما افغانستان ته د لسګونو زرو پوځيانو د لېږلو اعلان وکړ او هماغه وخت له افغانستانه د پوځيانو د ايستلو مهالوېش په ګوته کړ.

د امريکا مشهور تحقيقاتي انسټيټيوټ بروکينګز له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د ايستلو او لږ شمېر ځواکونو د پرېښودلو په باب يوه تحليلي ليکنه خپره کړې چې؛ عنوان يې دی؛ "د افغانستان لپاره ۲۰۱۶ د صفر د انتخاب خلاف قضيه"

په دې ليکنه کې چې "مايکل هوهانلن" ليکلي، د هغو بحثونو يادونه شوې چې د امريکا په کانګريس کې له افغانستانه د پوځيانو د ايستلو او يا له ۲۰۱۶ وروسته د محدود شمېر پوځيانو د پاتې کېدو په اړه شوي.

هانلن د امريکا د استازو جرګې د پوځي خدماتو په کمېټه کې وويل؛ زما اصلي استدلال دا دی چې، امريکا بايد له ۲۰۱۶ وروسته له افغانستانه خپل ټول ځواکونه ونه باسي. امريکا ته په کار دي چې، د تروريستي ضد فعاليتونو لپاره په افغانستان کې پاتې شي؛ دا مساله د امريکا له ملي امنيت سره مستقيم ارتباط لري.

د هانلن په وينا، د القاعده، حقاني شبکې او د لشکر طيبه په شان د نورو سخت دريځو ډلو ګواښونه په سيمهه کې شته او امريکا او متحدان يې له دغو ګواښونو سره د مقابلې لپاره ځواکونو ته اړتيا لري.

د ده په وينا له افغانستانه د ځواکونو ايستل د امريکا له لاسه د بې پېلوټه الوتکو او اډو په شمول له مهمو امکاناتو بې برخې کوي.

XS
SM
MD
LG