لویدیځو ورځپاڼو په خپلو وروستیو ګڼو کې د افغانستان د انتخاباتي لانجې او پر اقتصاد د دې پروسې د اغیز په اړه مطالب او مقالې خپرې کړي دي.
ګارډین:
د برتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼه لیکي؛ حامد کرزي خبردارۍ ورکړی چې، د انتخاباتي شخړې سره سره دی به خپله دنده پریږدي.
ورځپاڼه لیکي، وروسته تر هغې چې ملګرو ملتونو وویل چې؛ د افغانستان د انتخاباتو نتیجه به د راتلونکې سپټمبر میاشت تر نیمايي پورې وځنډیږي؛ په افغانستان د قدرت د خلا په اړه اندیښنه پیدا شوې ده.
ګارډین زیاتوي، ولسمشر کرزي خپل وسایل او بکسونه راټول کړي او ویلي يې دي چې، راتلونکې سه شنبې به ارګ پریږدي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د فتر وايي؛ د راتلونکې سپټمبر میاشت تر لسمې نیټې پورې د ولسمشرۍ د دوهم دور انتخاباتو نتیجه نشي اعلانیدلی.
د ګاردین په وینا، ناټو غواړي د افغانستان نوی ولسمشر د دې تړون په راتلونکې سرمشریزه کې ګډون وکړي؛ خو په کابل کې د ملګرو ملتونو له خوا د انتخاباتو د نتیجې لپاره ټاکل شوې نیټه د ناټو تر غونډې وروسته ده.
اکانومسټ:
اکانومسټ مجلې هم په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان انتخاباتي لانجه یاده کړې ده.
مجله لیکي، داسې ښکاري چې، ټول غواړي د افغانستان د انتخاباتو لانجه حل شي؛ پرته له دوو کاندیدانو چې واک ته د رسیدو ادعا کوي.
اکانومسټ لیکي، د افغانستان د انتخاباتو د دوهم دور د رایو تفتیش د ملګرو ملتونو په تاریخ کې تر تولو لویه پروسه ده.
د مقالې لیکوال وايي، څو ځله د رایو د تفتیش د پروسې درېدل دا ښيي چې، ولسمشر کرزی پر دې بهیر هغه شان چې نوموړ یې غواړي کنټرول نه لري.
مجله زیاتوي د رایو د تفتیش د پروسې تمدید ته په پام سره په کابل کې ډیر کم کسان په دې باور دي چې؛ افغانستان به راتلونکې اونۍ نوی ولسمشر ولري.
اکانومسټ د افغانستان د ماليې وزیر دا خبره نکل کړې چې؛ ویلي یې دي، د انتخاباتو لانجې په افغانستان کې بهرنۍ پانګونه او د دې هېواد عواید کم کړي او تر اوسه پورې شاوخوا ۵ میلیارده ډالر زیان اړولی دی.
فارن پالیسي:
فارن پالیسي خپرونې "د افغانستان ماتیدونکې اقتصاد" تر عنوان لاندې یو مطلب خپور کړی دی.
زیات شمیر کسانو د افغانستان انتخابات وستایل او د دې پروسې ترسره کېدل يې د طالبانو لپاره یوه ضربه وګڼله؛ خو د دې پروسې د نتیجو په اعلان کې ځنډ د خلکو پر اقتصاد منفي تاثیر وکړ.
فارن پالیسي د هغې سروې له مخې چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې کړې؛ ویلي چې، د انتخاباتو لانجې په یو شمیر ولایتونو کې اقتصاد زیان اړولی دی.
دا سروې په هرات، قندهار، بلخ، ننګرهار او کابل کې له ۵۴۱ شرکتونو سره د خبرو پر اساس برابره شوې ده.
د فارن پالیسي په لیکنه، سوداګر نه یوازې دا چې پانګوونه نه کوي؛ بلکې د تیر کال راپدیخوا له افغانستان څخه د پانګو ویستل هم زیات شوي دي.
خپرونه وايي، د جایدادونو پلورلو او اخستو او ساختماني چارو د انتخاباتو د لانجې له امله زیات زیانونه لیدلي دي.