د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۱

سرنوشت: ټاکنیز بهیر تکراري او بې معنی ګواښونه


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ بیا هم د اصلاحاتو او همپالنې انتخاباتي ټيم د ګواښونو او د بریتانیا په ویلز کې د ناټو د جوړېدونکي سر مشریزې په اړه لیکنې او تبصرې کړې.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې د سر مقالې عنوان دی؛ "ټاکنیز بهیر تکراري او بې معنی ګواښونه".

د سرمقالي لیکوال لیکي چې، د اصلاحاتو او همپالنې انتخاباتي ټيم یو ځلې بیا ګواښ وکړ؛ چې که تر راتلونکو 24 ساعتونو پورې د دوی غوښتنې ونه منل شي؛ نو د ملي یووالي حکومت د رامنځته کولو د سیاسي خبرو اترو لړۍ به هم پریږدي.

د لیکوال په وینا، په داسې حال کې چې تر اتیا سلنه زیاتې رايې بیا شمېرل شوي نو د اصلاحاتو او همپالنې ټيم دا ډول پریکون او ګواښونه به کوم ځای ونه نیسي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم لیکلي چې؛ د رایو د تفتیش په ورستیو ورځو د ډاکټر عبدالله عبدالله ټيم غواړي چې؛ په دې ډول ګواښونو سره خپل مقابل ټيم له بحران نه و وېروي؛ تر څو دوی ته د ملي وحدت تر عنوان لاندی ځيني امتیازات ومني.

لیکوال وړاندې لیکي، د اصلاحاتو او همپالنې ټيم دې په بحران کې هېڅکله هم د خیر تمه نه کوي؛ بیا په داسې حال کې چې نه یوازې افغانستان بلکې ټوله سیمه د لویو بدمرغیو او لانجو په ګرداب کې ښکېل ده.

انیس:

دولتي ورځپاڼې انیس په خپل لومړي مخ کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د ویاند له خولې لیکلي چې؛ ۸۸ فصیده رایې شمېرل شوي او نن به د نورو محلونو د رایو په اړه هم پریکړه وشي.

د هېواد دولتي ورځپانې د سر مقالې عنوان دی؛ د سیاسي واک خلا نه رامنځته کیږي".

د مقالي لیکوال لیکي چې، یو شمېر مغرضو کسانو په کور دننه او او نړیواله کچه داسې اوازې خپرې کړې وې؛ چې ګنې په افغانستان کې حالت کړکېچن دی او سیاسي تشه رامنځته کیږي؛ خو داسې نه ده دا کړۍ او ارګانونه په ټول وس هڅې کوي؛ چې د ولس ذهنونه خراب کړي او ولسواک بنسټونه بې ارزښته کړي.

محور:

محور ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په افغانستان کې د ناټو سازمان د ملکي استازي په حواله لیکلي چې؛ د ویلز غونډې په لومړۍ ورځ به دافغانستان د ورستیو حالاتو، د ایساف د پای ته رسیدونکي او د ناټو د روزنې دنوي ماموریت او دافغان ملي ځواکونو د تمویل په اړه خبرې کیږي.

سرنوشت:

په پای کې سرنوشت ورځپاڼې بیا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دویاند له خولې لیکلي چې؛ افغان حکومت هیله لري چې، د ویلز په جوړیدنکې غونډه کې به ناټو مشران په هغو ژمنو موافقه وکړي چې؛ له 2014 کال وروسته يې د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ لپاره کړې دي.

چمتو کوونکې: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG