د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۴

سرنوشت: لاهم د بدلون اراده شته؟


کابل چاپ ګڼ شمېر ورځپاڼو تر ډېره د منتخب ولسمشر اشراف غني احمدزي د پرونیو څرګندونو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

محور:

محور خپلواکې ورځپاڼې د اشراف غني احمدزي په قوله لیکلي، د ملي وحدت حکومت سهامي شرکت نه دی، بلکې د موازي حکومتونو اختتام دی.

د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي په نوي حکومت کې لومړیتوب باید درک شي، ترڅو ولس وژغورل شي د لیکوال په اند د دې ولس باورچې له منځه تللی بیا را ژوندی شي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې لاهم د بدلون اراده شته؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي نه یوازې ولس، بلکې په کور دننه مدني حرکتونه او نړېواله ټولنه هم د یو مثبت بدلون هرکلي ته چمتو دي.

د لیکوال په باورسره له دې چې شوی توافق چټل او ناقانونه دي او نه شي توجیه کېدای، خوله دې سره سره بیا هم مثبت کار پیلیږي.

د سرمقالې لیکوال دواړو ټیمونو ته وړاندیزکوي خپلمنځي سیالي او یو د بل تخریب نور پریږدي او په ګډه په افغانستان کې د امنیت، ثبات، ښه اقتصاد، بیا رغونې، سولې او نورو مثبتو چارو لپاره کار وکړي.

د ویسا په سرمقاله کې راغلي که نوی ولسمشرپه دې بریالی شي، چې یو کاري وطندوست او مخلص کاري ټیم په دندو وګماري، بېله شکه زموږ ولس به ستر ارمان ته ورسېږي.

د لیکوال په باورپه دې باید وپوهیږو چې نه د سولې راوستل او نه له خپل قاموس نه د(( مرګ)) نوم ایستل اسانه خبره ده، نه ثبات ټینګول او نه د موازي حکومتونو او خپلسریو له منځه وړل.

د ویسا ورځپاڼې د سرمقالې د لیکوال تاکيد کوي چې د دې ټولو لپاره باید کار وشي.

انيس دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې وړاندیزکړی د ملي وحدت حکومت باید داسې تصمیمونه ونیسي چې په ټولو برخو کې د خلکو ارمانونه پوره کړي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي د ملي وحدت حکومت په نړېواله کچه له هرکلي سره مخامخ شو او همدارنګه مرسته کوونکو هېوادونو د مرستو د دوام ژمنه تازه کړې ده.

همدې ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې لیکلي نوي حکومت ته په کار ده، چې کار اهل کار ته وسپاري.

بلې دولتي ورځپاڼې هېواد لیکلي نوی منتخب ولسمشربه د پراخو او شاندارو مراسمو په لړکې لوړه وکړي.

همدې ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي نوی افغان حکومت د تېرو دیارلسو کلونو ویاړونه او لاسته راوړنې، نه یوازې وساتي، بلکې لا پیاوړې کړي چې افغانانان پرخپل راتلونکي باوري شي.

په پای کې ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې لیکلي ولسمشرحامد کرزی نن ورځ له دولتي کارکوونکو سره خدای پاماني کوي.

ترتیب کوونکي: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG