د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

په افغانستان کې مخ پروړاندې لړزیدونکی ګام


نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه یومطلب خپورکړی چې عنوان يې دی: په افغانستان کې مخ پر وړاندې لړزیدونکی ګام.

نیویارک ټایمز لیکلي:

د ولسمشرۍ په دوهم دورانتخاباتوکې د درغلیوله امله له سختو شخړو او ناندرو وروسته افغانستان د نوي جمهور رئیس خاوند شو.

خو د مطلب لیکونکی وايي، د انتخاباتو نتیجه د یوه سیاسي منځګړتوب له لارې له دیموکراتیکو اصولوڅخه لرې څرګنده شوه.

نیویارک ټایمزلیکي، د انتخاباتو نتیجې یوه مهمه مساله حل کړه او هغه د واک انتقال دی چې له مخې يې نوي حکومت ته د طالبانو د مهار کولو او د افغانستان د خلکو د کړاونو د لرې کولو فرصت برابریږي.

ورځپاڼه وايي، دا مساله چې ولسمشرکرزي واک بل جمهور رئيس ته انتقال کړ راحت بخښونکې ده.

خو د مطلب لیکونکی وايي،په مشرتابه کې بدلون دا اندیښنه هم پیدا کړې ده چې د واک ویش به دوامداره وي او کنه؟

ډیلي ستارز ورځپاڼې د افغانستان په اړه په خپله تازه مقاله لیکلي د نړېوالې ټولنې په منځنګړتوب شوي موافقې ته ډیموکراتیک عمل نه شي ویل کیدی خو لږترلږه افغانستان ته دا زمینه برابروي چې په نسبي ډول دغه هېواد د سولې او ثبات په لار روان وي.

ډیلي ستارز ورځپاڼه وايي، د افغانستان د نوي حکومت پر وړاندې چیلنجونه معلوم دی.

لومړی له روان م کال وروسته د نړېوالو ځواکونو د وتلو موضوع ده، دوهمه له طالبانو سره د سولې خبرې او دریم چیلینج له کرښې اغاړه د وسله واله د خوندي مرکزونو د موجودیت مساله ده.

کرسچین ساینس مونیترورځپاڼې بیا لیکلي چې د ملي وحدت حکومت کولای شي افغانستان یو موټي وساتي.

د مطلب لیکونکی وايي، د ملي وحدت پرحکومت موافقه به په افغانستان کې ټولنیزې خلاوې تر یوه حده ډکې کړي.

واشنګټن پوسټ لیکلي: تمه ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ د لوړې له مراسمو وروسته اشرف غني احمد زۍ له متحده ایالاتو سره دوه اړخیزه امنیتي تړون لاسلیک کړي .

دا موافقه به متحده ایالاتو ته زمینه برابره کړي چې له روان ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې شاوخوا لس زره سرتیري وساتي.

XS
SM
MD
LG