د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۲

"ناټو هم له څو میاشتو اندیښنو وروسته د راحت ساه واخیسته"


زیات شمېرلویدیځو ورځپاڼو د افغانستان د نوي جمهوررئیس د لوړې د مراسمو، د ښاغلي اشرف غني د وینا د ځینو برخو او دغه راز د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون د لاسلیک کېدو په اړه مضمونونه خپاره کړي دي.

بریتانیا چاپ، ډیلي ټیلګراف ورځپاڼه لیکي: د افغانستان په تاریخ کې دا لومړی ځل و، چې په دې هېواد کې سیاسي واک په سوله ییز او ډموکراټیک ډول انتقال شو.

د ورځپاڼې په باور، که څه هم چې پر څوکۍ باندې د نوي جمهور رئیس په کېناستو پنځه میاشتې وخت ولګیده، خو دا لاسته رواړنه هم څه کمه خبره نه ده.

ډیلي ټیلګراف زیاتوي، د نوي حکومت نوی ګام باید چې د افغانستان بیارغاونه او سیاسي ثبات وي چې افغانان ورته له کلونو راهیسي منتظردي.

واک ته د نوي جمهوررئیس د رسیدو یوه مثبته نښه د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون لاسلیک و، چې په نړېواله ټولنه کې یې د افغانستان په حضورد تائید ټاپه ووهله.

ورځپاڼه لیکي:

ناټوهم له څو میاشتو اندیښنو وروسته د راحت ساه واخیسته او اوس پوهیږي چې په افغانستان کې به د دې سازمان ماموریت چې میلیاردونه ډالرپرې لګیدلي، په کوم حالت کې وي.

بریتانیا چاپ بلې ورځپاڼې، ګاردین هم د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون د لاسلیک کېدوپه اړه یومضمون خپورکړی او په یوه برخه کې يي لیکي:

دا تړون چې د روان عیسوي کال د ډیسمبر له ۳۱ مې وروسته په افغانستان کې د امریکا د پاته کېدونکو عسکرو حضور څرګندوي، ستراتیژیکې اهمیت لري.

د ګارډین په باور، امریکا په عراق کې د دا ډول تړون په لاسلیک بریالی نه شو او په نتیجه کې یي په ډيرې عجلې له هغه هېواده خپل عسکر وایستل.

د امریکا دې عمل عراق، د بنسټ پالنې له خطرسره مخامخ کړ او نتیجه یي نن هم په دې هېواد کې محسوسه ده.

ورځپاڼه لیکي:

څیړونکي اندیښمن وو، چې افغانستان ممکن د عراق له برخلیک سره مخامخ شي او په دې هېواد کې د امریکا او لویدیځ د کلونو هلې ځلې به په اوبو لاهو شي.

د بریتانیا ټایمز ورځپاڼې، د جمهوررئیس اشرف غني احمدزي لومړنې وینا ته اشاره کړي او تردې سرلیک لاندې یي په غټو ټکو یو مضمون خپور کړی چې:

″د افغانستان جمهور رئیس د خپلې میرمنې له خدموتونو نه په مننې او د هغې د نامه په یادولو خپله میړانه وښودله.″

ټایمزلیکي:

د جمهوررئیس اشرف غني احمدزي دي وینا د افغانستان په عنعنوي ټولنه کې زیادې پوښتنې رامنځ ته کړي او دا ځکه چې ښاغلی غني په معاصرافغانستان کې لومړنی مشردی چې په عام محضرکې یي د خپلې میرمنې نوم یاد کړ.

د افغانستان ملي شوری کې د جنوبي ولایتونو ځیني وکېلان په دي باوردي چې د ښاغلي احمدزي دا کارد افغانستان له شرایطو سره برابر نه دی.

خو ورځپاڼې په افغانستان کې د سترې خصوصي نشراتې شبکې د رئیس سعد محسني خبرې راخیستي چې وایي، د جمهور رئیس اشرف غني احمدزي خبرې په زړه پورې وې او دا چې میرمنې یې په خپل وارافغانستان ته خدمت کړی، د دې ډول مننې او ستاینې وړ ده.

XS
SM
MD
LG