کابل چاپ ورځپاڼو نن په خپلو ګڼو کې د نورو مطالبو تر څنګ افغانستان ته د ترکیې د ولسمشر د سفر او د بهرنیو چارو وزارت د هغې پریکړې په اړه لیکني کړي چې؛ غواړي په کابل کې د امریکا سفیر احضار کړي.
سرنوشت:
سرنوشت ورځپاڼه د ترکیې له ولسمشر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې د ولسمشر اشرف غني احمدزي څرګندونې نقل کړي؛ چې وايي، د اصلاحاتو په راوستو کې به د ترکیې له تجربو ګټه واخلو.
په مطلب کې د جمهوري ریاست د یوې خپرې شوي اعلامیې په حواله راغلي چې؛ ترکیه غواړي په کابل کې د علي آباد روغتون په یوه سمبال طبی مرکز بدل او په کابل کې د مولاناجلالا الدین محمد بلخي په نوم یو پوهنتون جوړ کړي.
ویسا:
ویسا ورځپاڼې هم د افغانستان او ترکیې د ولسمشرانو د ګډې مطبوعاتي غونډې په اړه یو مطلب خپور کړی او په یوه برخه کې یې د ولسمشر احمدزي په حواله لیکي؛ چې وايي، ترکیه په اسلامي نړۍ کې د ثبات او پرمختګ یو ښه مثال دی او په افغانستان کې به د اصلاحاتو په برخه کې د ترکیې له تجربو ګټه واخلو.
ورځپاڼه په دې مطلب کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د خبرو په یوه برخه کې لیکي؛ چې وايي، په سیمه کې له ترهګری څخه راولاړیدونکی خطر د اسلامي هیوادونو لپاره ګواښ دی او پر پاکستان یې غږ وکړ چې؛ له افغانستان سره په سرحدي سیمو کې د ترهګرو د تګ راتګ مخنیوی وکړي.
هېواد:
هیواد د ولتي ورځپاڼې هم کابل ته د ترکیې د ولسمشر د سفر په هکله یو مطلب خپور کړی چې؛ عنوان یې دی، "د افغانستان او ترکیې ولسمشرانو د مرستو ستراتیژیک تړون لاسلیک کړ".
ګڼو ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې کابل ته د پاکستان د صدراعظم نواز شریف د سلاکار سرتاج عزیز د کیدونکي سفر په اړه هم مطالب خپاره کړي دي چې؛ ټاکل شوې له افغان چارواکو سره وګوري او دغه راز به پاکستان ته د ولسمشر اشرف غني احمدزي د سفر لپاره د صدراعظم شریف د بلنې پيغام ور و سپاري.
سرنوشت:
سرنوشت په خپل بل مطلب کې د بهرنیو چارو وزارت له لورې په کابل کې د امریکا د سفیر احضارولو ته اشاره کړې.
په مطلب کې راغلي چې، امریکا په هرات کې خپله کونسلګري له دغه ښاره یوې پوځي سیمې ته انتقال کړې ده.
د مطلب له مخې د بهرنیو چارو وزارت وايي؛ د امریکا دا اقدام له دوی سره په همغږی نه دی شوی او له همدې کبله ټاکل شوې ده چې؛ په کابل کې د امریکا سفیر احضار کړي.
سرنوشت بیا پر همدې موضوع په خپل یوه مطلب کې لیکي چې؛ په هرات کې د امریکا د کونسلګرۍ یو شمېر کارکوونکي وايي چې؛ د پنجشنبې ورځې راهیسې یادې کونسلګرۍ خپل ځينې کارکونکي رخصت کړي او ښایې دا کونسلګرۍ خپل فعالیت بند کړي.