ډېلي صباح:
د ترکيې ډېلي صباح ورځپاڼې افغانستان ته د ترکيې د ولسمشر رجب طيب اردوغان پر سفر او له کابل سره د انقرې د روابطو په اړه يوه ليکنه خپره کړې ده.
ورځپاڼې د ليکنې په پيل کې د ترکيې د ولسمشر رجب طيب اردوغان هغه خبره رااخيستې چې ويلي يې دي هېواد يې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرويزم اړوندو مسايلو په اړه منځګړيتوب ته تيار دى.
ښاغلي اردوغان له افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي سره د شنبې په ورځ په يوه کنفرانس کې وويل، په تېره جون مياشت کې د پاکستان له خوا پر سرحد د کنټرول اقدامات د هغو تروريستانو د مخنيوي لپاره موثر وو، چې غوښتل يې په افغانستان کې ځانونو ته خوندي مرکزونه پيدا کړي.
ښاغلي اردوغان ويلي دغو اقداماتو په افغانستان کې سوله ييزو انتخاباتو ته زمينه برابره کړه.
ډېلي صباح ورځپاڼې د ترکيې د ولسمشر هغه څرګندونې هم رااخيستي چې افغانستان، پاکستان او ترکيه يې اسلامي هېوادونه بللي چې په راتلونکو مذاکرو کې به پر برخليک ټاکونکو اقداماتو سلا شي.
دغه ترکۍ ورځپاڼه ليکي، د استانبول د پروسې په نامه د افغانستان، پاکستان او ترکيې درې اړخيزه سرمشريزه په ٢٠٠٧م کال کې پيل شوه.
د دې پروسې هدف د هغو ستونزو لپاره حل لار پيدا کول دي چې افغانستان يې د پاکستان له درکه ګڼي. کابل ادعا کوي چې افغان طالبان په پاکستان کې خوندي مرکزونه لري.
دغه پروسه د دواړو ګاونډيو هېوادونو افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخيز باور د ټينګولو لپاره هم هڅې کوي.
ډجيټل ژورنال:
له کاناډا خپرېدونکې ډجيټل ژورنال خپرونې پرون د افغانستان په اړه په يوه ليکنه کې د څلورسوه شپږاتيا (٤٨٦) مليونه ډالرو په ارزښت د هغو ١٦ الوتکو په اړه ليکنه خپره کړې چې د کباړ په ډول خرڅې شوې او اوس يې امريکا په اړه پلټنه کوي.
د ليکنې په يوه برخه کې راغلي د امريکا له خوا د ايټاليا ساخت د ٢٠ الوتکو له جملې افغان هوايي ځواک ته يوازې ١٦ ترانسپورټي الوتکې د ٥٠٠ مليونه ډالرو په ارزښت رانيول شوي او وروسته د کباړ په ډول هر پاونډ په شپږو سنټو خرڅ شوى دى.
ليکنه زياتوي، د امريکا حکومت اوس دا مسئله څېړي چې ولې يې پر دې بې ګټې پروګرام د مليونونو ډالرو په ارزښت لګښت کړى دى.
پر دغو الوتکو د لګښت دقيقه اندازه ٤٨٦ مليونه ډالره دى، مخکې تر دې چې چارواکي د دغو الوتکو د درولو پرېکړه وکړي چې کله د څارنې او ساتنې مصارف ورباندې اضافه شول دغه اندازه ٥٩٦ مليونه ډالرو ته ورسېده.
په افغانستان کې د امريکا پر لګښتونو د څار ادارې يا سيګار مشر جان سوپکو په حواله د ٢٠١٣م کال په مارچ مياشت کې دغه ټولې الوتکې چې په ٢٠٠٨م کال کې رانيول شوې وې، د پرله پسې ناسم فعاليت، دغه راز د ساتنې يا مراقبت او په پرزو کې د ستونزو په خاطر ودرول شوې.
په ډجيټل ژورنال خپرونه کې راغلي، هغه شپاړلس الوتکې چې د کابل په هوايي ډګر کې ولاړې وې، چارواکو د کباړ په ډول خرڅې کړې او څلور نورې الوتکې د جرمني د هوايي قواوو په يوه اډه کې درول شوي دي.
د امريکا پر لګښتونو د څار ادارې مشر اندېښنه ښوولې چې امريکايي چارواکو ولې د دغو الوتکو تر ويجاړولو مخکې پر نورو انتخابونو غور نه کاوه.
سيګار ادارې د امريکا له دفاع وزارت نه وضاحت غوښتى چې ايا د پاتې څلورو نورو الوتکو د ويجاړولو پرېکړه يې هم کړې ده؟