د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۹

له اداري فساد سره د افغان حکومت د مبارزې په اړه تبصرې


کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د ګڼو موضوګانو ترڅنګ له اداري فساد سره د حکومت مبارزې په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې د لوی څارنوالۍ د ویاند بصیر عزیزي له قوله لیکلي د پنځو پخوانیو وزیرانو د فساد او اختلاس دوسیې یې سترې محکمې ته لېږلې دي.

لویه څارنوالۍ په داسې حال کې دغه اقدام کوي چې د کابل بانک په قضیه کې له ۲۱ تورنو کسانو یوازې ۷ یې نیول شوي.

خو لویه څارنوالۍ وايي چې په هند او پاکستان کې د یو شمېر بهرنیو اتباعو د نیولو لپاره یې له دغو هېوادونو مرسته غوښتي او هغوي په دې اړه ډاډ ورکړی دی.

د محور ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي د یو څو برحاله سرپرست وزیرانو په اړه معلومات ښيي چې دوی همدا اوس په لویې څارنوالۍ کې دوسیې لري او له واکه په ناوړه استفادې تورن دي.

لیکوال وړاندیزکوي په فساد کې له ښکېلو لوړ رتبه مامورینو سره حساب کتاب دې وشي، خو په افغانستان کې د فساد د لمنځه وړو لپاره د هغوی لارو چارو عملي کول هم په کار دي.

د ویسا په سرمقاله کې راغلي د کابل بانک د بحران لاملین که محاکمه شي لویه خبرده ده، اداري فساد په ریښتینې معنا زموږ د نظام یوه لویه ستونزه او د افغان ولس پر اوږو یو ستربوج دی.

د لیکوال په باور باید دا هم ومنو چې د فساد په راقابو کولو او د قانون په پلي کولو کې پخوانی حکومت او چارواکي پاتې راغلل، اوس چې ولسمشر ډاکټراشرف غني احمدزی څومره په دې اړخ کې فعال شي د عام ولس او رسنیو له خوا به بدرګه شي.

هېواد دولتي ورځپاڼې چین ته د ولسمشر اشرف غني احمدزي د درې ورځني سفر په اړه لیکنه کړې ده.

ورځپانه لیکي ولسمشرغني به چین ته د سفرپه ترڅ کې له خپل چینايي سیال شي چینګ پینګ سره پرکتنې سربېره د چین له صدراغظم او د پارلمان له رییس سره هم وګوري.

وړاندې په مطلب کې راغلي د دغه سفرپه لړ کې به د دواړو هېوادونو د جمهورو رییسانو په حضور کې د افغانستان او چین ترمنځ د همکارۍ څو موافقه لیکو هم لاسلیک شي.

د همدې ورځپاڼې په سرمقالې یادونه شوې چین او افغانستان دواړه له ترهګرور سره په جګړه کې ښکېل دي.

د سرمقالې لیکوال وړاندیزکوي دواړه هېوادونه له ترهګرۍ سره په مبارزه کې باید پرېکنده هوکړې ته ورسیږي.

ترتیب کوونکی: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG