د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۵

"د باوري سرشمېرنې نشتوالی تل د افغان حکومت لپاره يو مشکل و"


نړېوالو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په افغانستان کې د سرشمېرنې د دقیقې احصایې نشتوالي په اړه مطالب خپاره کړي دي

فارن پاليسي:

فارن پاليسي خپرونې په افغانستان کې د نفوسو د احصاييې پر نشتوالي تبصره کړې ده.

په دې ليکنه کې د افغانستان د ولسمشرۍ وروستيو انتخاباتو او د نفوس د دقيقې احصايې نشتوالي ته په اشارې راغلي چې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو له جنجالونو يو مهم درس دا اخيستل کېږي چې بايد د احصاييې غم وخوړل شي. د باوري سرشمېرنې نشتوالی تل د افغانستان د حکومت لپاره يو مشکل و او دي او له موثرو پلان جوړونو رانيولې تر اوږدمهالو پرمختيايي پروژو او انتخاباتو پوري يې په بېلابېلو برخو کې ستونزې پېښې کړي دي.

فارن پاليسي د سرشمېرنې په اړه د افغانستان د پخوانيو حکومتونو هڅو ته اشارې کړې او ويلي يې دي چې ټول په دې کار کې پاتې راغلي دي.

نشريې ليکلي چې لومړي پلا په ۱۸۶۸ او ۱۸۷۸ کلونو کې امير شېرعلي خان د ماليو د ټولولو لپاره د نفوسو د شمېر د معلومولو هڅه وکړه؛ خو د مختلفو دلايلو لکه جګړې او تشدد له کبله د شېرعلي خان هڅه ناکامه شوه.

فارن پاليسي وايي چې وروسته په يو زرو نهه سوه وم (۱۹۰۰) کال امير حبيب الله خان وغوښتل چې د کابل ښار د نفوسو شمېر معلوم کړي؛ خو د ده دې کار په خلکو کې پراخه وېره رامنځته کړه او کله چې دولتي مامورين کور په کور وګرځېدل ورته څرګنده شوه چې اکثره نارينه له ښاره تښتېدلي دي.

دي ډيپلوماټ:

دي ډيپلوماټ خپرونې د ورېښم د نوې لارې په اړه د ايريکا مارات ليکنه خپره کړې ده.

په دې ليکنه کې، چې سرليک يې دي؛ "د نوې ورېښم لارې تعقيب" يو لړ سپارښتنې شوي دي.

ليکواله واييلوېديځوال، د منځنۍ اسيا او افغان کارپوهان سپارښتنه کوي چې د امريکا متحد ايالتونه او اروپايي اتحاديه دې د ديموکراسۍ د پراختيا له مرستو سره د امنيتي مرستې جلا کړي.

لوېديځ بايد د بشري حقونو او ولسواکۍ ته پام وکړي او هغه دې تر امنيتي ګټو غوره وبولي؛ ځکه چې دا هغه عناصر دي چې هم يې د چين او هم يې د روسيې سياستونه نه لري.

د ديپلومات په ليکنه همداراز ويل شوي، پر دې سربېره، د لوېديځ له لوري امنيتي مرستې بايد د وسلو او تجهيزاتو په ځاي د پوځي روزنې او د تجربو د تبادلې په بڼه وي.

د ليکوالې په باور دا به د ټولواکو مشرانو مخه ونيسي چې د لوېديځ له لوري ورکړاي شوې وسلې د خپلو خلکو پر ضد ونه کارولي شي.

د دې ترڅنګ مرستندويان بايد په منځنۍ اسيا کې پر خصوصي سيکتور او کوچنيو تشبثونو تمرکز وکړي.

XS
SM
MD
LG