زیات شمېرلویدیځو ورځپاڼو د پکتیکا ولایت په یحیی خیلو ولسوالۍ کې د یکشنبې د ورځې ځان وژونکې خونړۍ حملې په اړه مضمونونه لیکلي دي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه د خپل خبریال په راپور چې سیمې ته د اجرائیوي رئیس ښاغلي عبدالله عبدالله د سفر جزئیات په کې خپاره شوي، یو مضمون خپور کړی او په یوه برخه کې یي راغلي:
په داسي حال کې چې افغانان د یحیی خیلو د ۶۱ قربانیانو په ویر غمجن دي، دوي نه یوازې په وسله والو په غوسه دي، بلکه له حکومت نه هم خپه دي چې د وسله والو پرضد د دوي د مقاومت په جریان کې یي ورسره لازمه مرسته نه ده کړې.
د نیویارک ټایمزخبریال براین ډینټن لیکي:
کله چې اجرائیوي رئیس ښاغلي عبدالله عبدالله په یوه مسجد کې د قربانیانوله خپلوانو او کورنیو سره خواخوږي څرګندوله، یوه کلیوال په خپلو خبروکې وویل، د یحیی خیلو خلک په یوازې ځان د وسله والو طالبانو پرضد پاڅیدلې و، خو حکومت د دوي د دې عمل په مقابل کې هیڅ هم نه دي کړي.
یوه بل سړې وویل، که حکومت ورسره مرسته وکړي او کنه، د یحیی خیلو اوسیدونکې به له دښمن سره مقابلې ته دوام ورکړې. دغه سړي د خبرو په دوام د خبرداري په ډول وویل، که چېري حکومت له دوي سره مرسته ونه کړې، دوي به ورسره هغه عمل وکړي چې د طالبانو پر وړاندې یي کوي.
ورځپاڼه لیکي:
ښاغلي عبدالله عبدالله د دغه سړي په ځواب کې وویل، هیله من دی چې خبره به تردې سرحده نه رسیږي، موږ باید په ګډه کار وکړو او دا زموږ د ټولو ګډ مسولیت دی.
ورځپاڼه زیاتوي، اجرائیوي رئیس د سیمې خلکو ته وعده ورکړه چې د سیمه ییزو پولیسو شمېر به یي زیات کړي.
د نیویارک ټایمز خبریال لیکي:
د یحیی خیلو یوه اوسیدونکې محمد ضیا وویل، درې کاله وړاندې خلکو طالبان له دې سیمې څخه وشړل او دا ځکه چې هغوي خلک به وژل او شکنجه کول.
ورځپاڼه زیاتوي، د یحیی خیلواوسیدونکو درې کاله وړاندې پریکړه کړې وه، هرڅوک که په سیمه کې د وسله والو طالبانو سره همکاري او مرسته وکړې، کور به یي سوځول کېږي او کورنۍ به یي له سیمې شړل کېږي.
نیویارک ټایمز وړاندې لیکي، زیات ګمان کېږې چې د یکشنبې د ورځې حمله وسله والو طالبانو له خلکو څخه د غچ په مقصد کړي وي.
امریکا چاپ وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې هم یحیی خیلو لسوالۍ ته د ملي وحدت حکومت د اجرائیوي رئیس د سفر او د خلکو د ستونزو په اړه یو مضمون خپورکړی او په یوه برخه کې یي لیکي:
ښاغلي عبدالله د سیمې د خلکو غوښتنې واوریدې . یوه سپین ږیرې ورته وویل، په تیرولسوکلونو کې دلته یوازې مسجدونه رنګ شوي او نورکوم کار نه دی شوی.
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه یحیی خیلو ته د ښاغلي عبدالله عبدالله سفر او د افغانستان د هوایي ځواک ستونزو ته په اشارې لیکي:
یو هلیکوپتر چې ژورنالیستانو په کې سفر کاوه او له کابله د یحیی خیلو پرلور روان وو، د لارې په اوږدو کې یي د پکتیکا ولایت په ګاونډ کې یوې پوځي اډه کې عاجله ناسته وکړه اوتیل یي مخ په خلاصیدو
وو.