د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۱

ولس به ترکومه د مثبت بدلون په تمه په وینوکې پروت وي؟


کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو مطالبو ترڅنګ د سارک سازمان د سرمشریزې غونډې په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي د سیمه ییزو همکاریو سازمان( سارک) غونډه نن د نیپال په پلازمېنه کټمنډو کې پرانیستل کېږي، ولسمشرغني به دې سرمشریزې ته وینا وکړي.

د هېواد په سرمقاله کې راغلي ټاکل شوې د سارک د مشرانو په غونډه کې په سیمه کې د برېښنا د تولید لپاره د انرژۍ د شبکې جوړولو مهمه هوکړه لاسلیک کړي.

د لیکوال په باورد سویلي اسیا هېوادونو یا سارک غونډه د افغانستان لپاره ځکه مهمه او ګټوره ده، چې د ترهګرۍ پرضد به د سیمې همکاري راجلب کړي.

بلې دولتي ورځپاڼې انیس لیکي د سارک سازمان د مشرانو غونډه به سیمه ته د ورپېښو ګواښونو په کمولو کې مرسته وکړي.

د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې یادونه شوې چې ولسمشر اشرف غني به د دې غونډه په څنګ کې د سیمې د هېوادونو له ځینو مشرانو سره هم وګوري او په دواړه خیزو اړیکو، اقتصاد او سیمې ته د ورپېښو ګواښونو په اړه به ورسره خبرې وکړي.

بل خوا کابل چاپ خپلواکو ورځپاڼو په خپلو ګڼو کې په بېلابېلو موضوعاتو لیکنې او تبصرې کړې دي.

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي ریزه ګل د هېواد په تاریخ کې تل پاتې نوم.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي په فرا ولایت کې د رېزه ګل په نوم یوې ښځې د خپل زوی په غچ کې پنځه ویشت طالبان وژلي.

محور ورځپاڼې لیکلي پرون د نومبر پنځه ویشتمه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منعې نړیواله ورځ وه، چې دغه ورځ په افغانستان کې هم په شعارونو او ځانګړو غونډو سره ونمانځل شوه.

د دې ورځپانې په سرمقاله کې یادونه شوې د ښځو چارو وزارت له لوري خپاره شوي ارقام ښيي چې افغان مېرمنې سږ کال په بېساري ډول د تاوتریخوالي قربانې شوې.

د لیکوال د معلوماتو له مخې دا په خپله ښيي چې د دې پدیدې پر وړاندې د دې ارګان مبارزه هم چندانې اغېزمنه نه وه.

ویسا ورځپانې په خپلې سرمقالې کې پوښتنه کړې ولس به تر کومه د مثبت بدلون په تمه په وینوکې پروت وي؟

لیکوال حکومت ته وړاندیزکوي چې دا افغانستان وضعې ته په پام سره دې، د حکومت په جوړولو کې جدي شي او په کم وخت دې کابینه جوړ او د ولس باور دې په ځان پیاوړ کړي.

ترتیب کوونکې: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG