د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

ویسا ورځپاڼه: ترهګري په سیاسي مانورو له منځه نه ځي


د کابل چاپ ورځپاڼو د نن عمده موضوعات تر ډيره د پيښور تر پيښې وروسته د پاکستاني چارواکو څرګندونو او د افغانستان نوي کابینې ته ځانګړي شوي دي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼه په خپلې سرمقالې کې د پيښور په یوه ښونځي کې د تیرې اونۍ حملې ته په اشاره لیکلي چې، ترهګري په سیاسي مانورو له منځه نه ځي.

په مطلب کې راغلي چې له دې پيښې وروسته د پاکستان د پوځ او استخباراتو مشران افغانستان ته راغلل؛ څو وښیي چې دا حمله په افغانستان کې طرح شوې وه.

خو مقاله لیکونکی زیاتوي، د پيښور وروستۍ حمله د هغو تګلارو نتیجه ده چې د پاکستان پوځ او استخباراتو کلونه وړاندي جوړولې او اساس یې په اسلام آباد کې ایښودل شوی دی.

هېواد:

هیواد دولتي ورځپاڼه بیا په همدې اړه په خپلې سرمقالې کې لیکي چې د ناوړو اهدافو لپاره له ترهګرۍ کار اخیستل سخته تیر وتنه ده او هره هغه ډله چې دا پدیده روزي؛ یوه ورځ به یې هرو مرو خپله ښکار شي.

د مقالې لیکوال هیله څرګندوي چې، افغانستان او پاکستان به له دې وروسته په ګډه د ترهګرۍ پر ضد په یوه سنګر کې و دریږي او دا پدیده د تل لپاره ورکه کړي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې بیا په خپل یوه مطلب کې د یوې باوري حکومتي سرچیني دا خبري راخیستي چې وايي، ټاکل شوې حکومت راتلونکې دوشنبې د کابینې ځينې غړي ولسي جرګې ته معرفي کړي.

په مطلب کې راغلي چې، ولسمشر او اجرایې رییس دواړه په دې اړه موافقې ته رسیدلي او تمه کیږي چې په لومړی برخه کې د امنیتي سکټور وزیران ولسي جرګې ته معرفي شي.

په مطلب کې، د دفاع، مالیې او سوداګرۍ وزارتونو لپاره په ترتیب سره د نورالحق علومي، جیلاني پوپل او سردار محمد رحیمي د معرفي کیدو خبره شوې.

ورځپاڼې دغه راز د ملي امنیت د رییس په توګه د رحمت الله نبیل د پاته کیدو خبره کړې ده خو لیکي چې حکومتي چارواکو تر اوسه په رسمی توګه دا مساله نه ده تایید کړې.

په مطلب کې د ولسي جرګې هغو انتقادونو ته هم اشاره شوې چې، وايي دغې جرګې ته د وزیرانو د نه پيژندلو له امله په دولتي چارو کې ځنډ راغلی او امنیتي حالت هم خراب شوی دی.

XS
SM
MD
LG