د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

"د یکشنبې د ورځې چاودنې د کابل ارامي ګډوډه کړې"


نړېوالو چاپي رسنیو تر ډېره د افغانستان په مرکز کابل کې د پرونۍ انتحاري حملې په اړه مطالب خپاره کړي دي.

سټار ټريبيون:

امريکايي ورځپاڼې سټار ټريبيون په افغانستان کې نا امنيو ته پام کړی دی.

دې ورځپاڼې په کابل کې د يک شنبې د ورځې چاودنې ته په اشاره سره ليکلي چې دې چاودنې د کابل ارامي ګډوډه کړې ده.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي ويلي چې د کابل هوايي ډګر ته نيږدې؛ انتحاري چې له چاودېدونکو موادو ډک په يوه باروړونکي موټر کې سپور و؛ خپل هدف ته تر رسېدو مخکې د قصبې په سيمه کې نيول شوی دی.

سټار ټريبيون ورځپاڼه د يوې سرچينې له خولې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيسل شي؛ ليکلي چې هغه الوتکه چې ولسمشر غني په کې ناست و؛ شا او خوا دونيم ساعته مخکې له دې چاودنې د کابل په هوايي ډګر کې کښېناسته.

ويل شوي چې ښاغلی غني د شاه عبدالله بن عبدالعزيز د مړينې په مراسمو کې د برخه اخيستلو لپاره سعودي عربستان ته تللی و.

سټار ټريبيون ليکي، د اروپايي پوليسو د روزنې پر يوه ماموريت له ځانمرګي بريد وروسته چې په کې يو کس مړ او پنځه نور ټپيان شول؛ کابل د جنورۍ د مياشتې په لومړيو کې آرام و.

ورځپاڼې زياته کړې چې طالبانو تېر کال په ټول افغانستان کې خپلې حملې زياتې کړې. د ورځپاڼې په وينا، له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته؛ طالبان افغان ځواکونه ازمويي.

ايکونوميک ټايمز:

د پاکستان د استخباراتي ادارې "آی ايس آی" له خوا په افغانستان کې د هندوستانيانو د ګټو په نخښه کولو ملاتړ بايد بند شي. دا د دي ايکونوميک ټايمز ورځپاڼې د هغې مقالې عنوان دی چې د امريکا د جورج ټاون پوهنتون د يوه استاد اناتول ليون سره د خبرو پر اساس خپره شوې ده.

د ليکوال اناتول ليون په وينا؛ که څه هم د پاکستان پوځي جنرالان نه وايي چې هندوستان يې د هيواد لپاره ګواښ نه دی؛ خو دوی وايي چې کورني وسله وال د پاکستان لومړی لويه ستونزه ده.

د ليکوال اناتول په وينا، پوځ له همدې کبله د پاکستاني طالبانو پر وړاندې جګړه کوي؛ خو پوښتنه دلته د نورو سخت درځو ډلو ده.

ليکوال اناتول دي اکونوميک ټايمز ورځپاڼې ته ويلي؛ د هندوستان ستونزه د حقاني شبکې او لشکر طيبه سره ده؛ ځکه چې دا ډلې په افغانستان کې د پاکستان د استخباراتي ادارې "آی ايس آی" په مرسته پر هندي اهدافو حملې کوي.

دي اکونومک ټايمز ورځپاڼې د اناټول ليون له خولې ليکي؛ د پاکستان د صدراعظم نواز شريف په امنيت او بهرنيو چارو کې سلاکار سرتاج عزيز ويلي وو چې له طالبانو سره جګړه زموږ په ستونزو کې يوه بله اضافه ده. که نورې ډلې پر موږ حمله نه کوي موږ ولې پر هغوی حمله وکړو؟ ولې موږ د ځان لپاره دښمنان زيات کړو؟

خو اکونوميک ټايمز ورځپاڼه د اناتول له خولې زياتوي چې له حقاني شبکې سره د "آی ايس آی" مرستې بايد قطع شي او دا ځکه چې پاکستان له افغانستان سره ښې اړيکې غواړي.

XS
SM
MD
LG