د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۳

د کابینې لپاره کوم کسان وړ دي؟


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب یوځل بیا ولسي جرګې ته د کاندید وزیرانو معرفي او د کاندید وزیرانو د دوه ګوني تابعیت او تحصیلي اسنادو په اړه موضوعاتو ته ځانګړي کړي دي.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي، کاندید وزیران خپل پروګرامونه خالي څوکیو ته وړاندې کوي.

سرنوشت په دې مطلب کې لیکلي، چې د کاندید وزیرانو د پروګرامونو د تشریح پرمهال په خپلو شخصي کارونو لګیا وي او اکثره یې د موکلینو د ستونزد د هواري لپاره وزارتونو ته ځي.

ورځپاڼې یو انځور خپور کړی، چې د ولسي جرګې یوه څنډه ښيي او یوازې دوه وکیلان په کې ناست دي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې لیکلي، چې ولسي جرګه سبا د چهارشنبې په ورځ کاندید وزیرانو ته د رایو صندقونه ږدي.

په دې مطلب کې د ولسي جرګې د غړو په حواله لیکل شوي، چې د دوه تابعیته کاندید وزیرانو په اړه سیاسي پریکړه شوې ده.

په مطلب کې لیکل شوي، د دوه ګوني تابعیت له مخې د رد شوو کاندید وزیرانوله ډلې کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو ته کاندید وزیران بیرته ومنل شول او د پنځو نورو کاندید وزیرانو پرځای به نوي څیرې معرفي کیږي.

ملي ارمان ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې د پنځو رد شوو کاندیدانو په ځای د نوو څیرو معرفي ته اشاره کړې ده.

ورځپاڼې ته د ورسیدلومعلوماتوله مخې د عدلې وزارت د رد شوي کاندید وزیراحمد سیرمهجور پرځای د کابل پوهنتون استاد نجیب فهیم ټاکل شوی او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کاندیدې ای سلطان خیري پرځای شاعراو لیکوال عبدالباري جهاني د دې وزارت د کاندید وزیرپه توګه ټاکل شوی دی.

همدې ورځپاڼې په یوه جلامطلب کې لیکلي، چې سرحدونو چارو وزارت ته د کاندید قمرالدین شینواري تحصیلي اسناد د شرعیاتو د پوهنځي له خوا نه دي تصدیق شوي.

مدنیت ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې لیکلي، د کابینې لپاره کوم کسان وړ دي؟

ورځپاڼې په دې مطلب کې لیکلي، چې د کابینې په معرفي شووغړوکې د مسلکي توب له اړخه دقت نه دی شوی او د دوی په معرفي کې د وړتیا اصل په پام کې نه دی نیول شوی.

ورځپاڼې لیکلي، له مسلکیتوب سربیره د یو شمېرکاندید وزیرانو تحصیلي اسناد بشپړنه دي او دا خپله په دې برخه کې یوه اساسي ستونزه ده.

خو په ورځپاڼه کې د ولسي جرګې د غړو په حواله لیکل شوي، چې دوی د کاندید وزیرانو پروګرامونه اوریدلي او غیرمسلکي کسانو ته به د باور رایه ورنه کړي.

XS
SM
MD
LG