د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

افغان طالبانو د سولې په خبروکې د چین منځګړیتوب رد کړ


د کابل چاپ د نن ورځې ورځپاڼو تر ډیره له پاکستان سره د ملا فضل الله د نیولو په اړه د امریکا د ژمنو او د طالبانو له خوا په چین کې د سولې د خبرو اترو د رد په هکله مطالب خپاره کړي.

ویسا غیر دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د پاکستان د دفاع وزارت په حواله لیکلي چې امریکا له پاکستان سره د پاکستاني طالبانو د مشرملا فضل الله د نیولو او یا وژلو ژمنه کړې.

په دې اړه مطلب کې راغلي چی لوړ پوړو امریکایي چارواکو پاکستان ته ډاډ ورکړی چې ملا فضل الله د دوي تر څارنې لاندې دی، یا به یي وژني او یا به یي هم اسلام اباد ته وسپاري.

ویسا په یوه بل مطلب کې لیکلي چې افغان طالبانو د سولې په خبروکې د چین منځګړیتوب رد کړ.

په دې اړه مطلب کې د طالبانو له خوا د خپور شوي بیان په استناد ویل شوي چې طالبانو دا تایید کړې چې چین ته یي پلاوی سفر کړی دی.

سرنوشت غیر دولتي ورځپاڼې هم په یوه مطلب کې د طالبانوهغه خبره را اخیستی چې وایي، د سولې په خبرو کې د چین منځګړیتوب نه مني.

په دې هکله لیکنه کې د طالبانوله قوله راغلي چې دوی له مخکې نه له چین او نورو ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې درلودې او اوس هم په خپل دریځ ولاړ دي.

په دې اړه مطلب کې د طالبانوهغه خبره هم را اخیستل شوې چې وایي، تر هغې به د سولې خبرو ته نه کیني چې له دې هېواده ټول بهرني ځواکونه، وتلي نه وي.

سرنوشت په یوه بل مطلب کې لیکلي، چې حافظ سعید خان د افغانستان او پاکستان لپاره د اسلامي دولت یا داعش نوی قومندان ټاکل شوې.

انیس دولتي ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله د افغان ځواکونو د پیاوړتیا په هکله لیکلي او ویلي یي دي له هېواده د خپلواکه دفاع په خاطرد افغان امنیتي ځواکونو پیاوړتیا ډیره ضروري ده.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، افغان ځواکونه اوس له خپل هېواده په خپلواکه توګه دفاع کوي او په بېلابېلو سیمو کې د وسله والو طالبانو فعالیتونو او ګواښونو ته په پام دا ډیره مهمه ده چې افغان ځواکونه د تجهیزاتو او مسلکي مهارتونو له درکه پیاوړي شي.

د لیکوال په باورامریکا او ناټو ژمنه کړې چی افغان ځواکونه به پیاوړي کوي او په دې برخه کې یي ځیني اقدامات هم کړي.

لیکوال وایي، دا اقدامات ښه دي خو کافي نه بلل کیږي او په افغانستان کې د وسله والو مخالفانو ګواښونو ته په پام باید افغان امنیتي ځواکونه له هره پلوه ډیر پیاوړي شي.

محورغیر دولتي ورځپاڼې هم په یوه مطلب کې په چین کې د سولې د خبرواترو د رد په هکله د طالبانو څرګندونې را اخیستی.

دې ورځپاڼې لیکلي چې چین ته د ولسمشرغني له سفر وروسته داسې هیلې را وټوکیدلې چې کیداې شي چین د سولې په برخه کې ښه رول ولوبوي خو طالبانو په دې برخه کې د چین منځګړیتوب رد کړ.

په مطلب کې د طالبانوله قوله ویل شوي چی دوی له چین پرته د سیمي له ډیرو هېوادونو سره اړیکې لري او د دوی پلاوی یوازې چین ته نه بلکه ځینو نورو ګاونډیو او د سیمې هېوادونوته کله نا کله سفرونه کوي.

چمتوکوونکی: نسیم شفق

XS
SM
MD
LG