د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۸

سرنوشت: پرکورنیو مسایلو تمرکز پکاردی


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو ترډیره امریکا ته د ولسمشر اشرف غني او اجرایي ریس د سفراهمیت او لاسته راوړنو ته مطالب او تبصرې ځانګړي کړي دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په خپلې نننۍ ګڼې کې، بهرنیو هېوادونو ته د ولسمشرسفر ته په اشارې یوه مقاله خپره کړې چې عنوان یې دی، پرکورنیو مسایلو تمرکز پکاردی.

په مقاله کې راغلي، دا چې بهرنیو هېوادونو ته د ولسمشرسفرونه څومره مهم دي دا بیل بحث دی، خو دا انتقاد جدي بولي چې کورني مسایل یې هیرکړي دي.

د مقالې لیکونکی زیاتوي، د نوي حکومت له جوړیدو شپږ میاشتې تیریږي، خولاهم لومړني کارونه نه دي شوي او ان حکومت تراوسه نه دی جوړ شوی.

په مقالې کې په افغانستان کې ناامنیو، شته اقتصادي ستونزو او نورو ناخوالو ته اشاره شوې او هغه یې پر دولت د خلکو د باورد کمیدو او یوخطرناکه حالت بللی.

مقاله لیکونکی په پای کې سپارښتنه کوي چې حکومت دې لومړی د لازیات خرابیدونکي وضعیت مخه ونیسي او بیا دې د هغو ژمنو عملي کولوته اقدام وکړي چې له خلکو سره یې کړي وې.

ویسا:

ویسا بیا په خپلې سرمقالې کې سره له دې چې له امریکا سره د افغانستان د اړیکو د تازه کیدو او ځينو نورو لاسته راوړنو یادونه کوي زیاتوي چې د امریکا له لوري د افغانستان د انتخاباتو د نتایجو پر مشروعیت اعتراف، په سیاسي لحاظ د دغه سفر ترټولو ستره لاسته راوړنه ده.

د مقالې لیکونکی لیکي:

سره له دې چې ولسمشرغني د ملي یووالي د حکومت جوړیدل د هېواد په دوه سوه کلن تاریخ کې یو نوی باب بولي، خو زیاتوي چې ښایي د ده له دې اقدام سره هېواد وال ټول موافق نه وي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې هم په یوه مطلب کې د ولسمشر اشرف غني سفرته اشاره کړې او ویلې یې دي چې د امریکا سفرمهمې لاسته راوړنې درلودې.

په دې مطلب کې د ولسمشراشرف غني هغه خبره را اخیستل شوې چې امریکا ته یې د سفر پرمهال ویلي، هڅه کوي چې افغانستان له تجارتي پلوه د سیمې د هېوادونو په څلور لارې بدل کړي.

محور:

محور نادولتي ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې د اشرف غني دا خبرې خپرې کړي چې ویلې یې دي، پراختیایي کارونه باید په پروژه یې بڼه مخ ته ولاړنه شي.

په مطلب کې راغلي چې اشرف غني دغه څرګندونې په نیویارک کې د ملګروملتونو د پراختیایي ادارې له مشر سره په ملاقات کې کړي دي.

محور لیکلي، د پراختیایي برنامو د لا موثریت لپاره ښه ده چې دا پروګرامونه له پروژې حالت نه را ووځي.

XS
SM
MD
LG