د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۱

خلک غواړي چې وزارتونه له سرپرستانو خلاص شي


کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ ترډيره ولسي جرګې ته د کابیني د پاتې کاندید وزیرانو د معرفي کېدو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې پیل کړې چې ټاکل شوې چې نن د 16 وزارتونو لپاره کاندید وزیران چې له وړاندې اعلان شوي وو، ولسي جرګې ته د باور رایې لپاره په رسمي ډول ور وپیژندل شي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي خلک هم غواړي چې وزارتونه له سرپرستانو خلاص شي ځکه چې سرپرستانو د فساد، ګډوډۍ بې کارۍ، ناقانونۍ بې باورۍ او نورونو ستونزو سره مرسته کړې ده.

د سرمقالې د لیکوال په اند که خلک له یوه اړخه له ولسي جرګې دا غوښتنه کوي چې وړ، مسلکي، په کار پوه، ژمنو او متخصصو کاندیدانو ته د باور رایه ورکړي، نو له بله اړخه دا غوښتنه هم کوي چې په دې کارکې باید هېڅ ډول ځنډ ونه شي ځکه چې په دې چاره کې ځنډ حالت نورهم خرابولی شي.

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپلې سرمقاله لیکلي ولسي جرګې ته د 16 وزیرانو په معرفي کېدو سره داسې ویل کیږي چې د ملي دفاع وزارت لپاره به هم کاندید وزیرژردې جرګې ته معرفي شي.

د سرمقالې لیکوال د ولسي جرګې غړیو ته سپارښتنه کوي مهمه داده چې د ملت استازي باید د افغانستان حالاتوته په کتو سره د ملي ګټو په پام کې نیولو سره وزیرانو په اړه تصمیم ونیسي.

د هېواد په سرمقاله کې یادونه شوې هرکاندید وزیرچې د خپل پوست وړتیا نه لرله نو د ملت استازي باید پر حکومت فشار واچوي ترڅوچې ژر یې پرځای وړ کس معرفي کړي.

بلې خپلواکې روځپاڼې ملي ارمان د ولسي جرګې د نړېوالو اړیکو د کمیټې د مشرد خبرو په پر بنسټ لیکلي، دا مشکل چې وزیران باید مسلکي وي تر اوسه نه دی حل شوی، خو دا موضوع به د وکیلانو په تصمیم نیولو کې خپل اغیز ولري.

د ولسي جرګې د نړېوالو اړیکو د کمیټې د مشرد معلوماتو له مخې، هغه کاندید وزیران چې تخصص او وړتیا ونه لري فکرنه کوي چې له ولسي جرګې څخه د باور رایې ترلاسه کړي.

ترتیب کوونکې: ناجیې ساپۍ

XS
SM
MD
LG