د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

د داعش د فعالیتونو نوې ویډیو افغان حکومت ته نوی خبرداری


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب ولسي جرګې ته د کاندید وزیرانو د پروګرامونو د تشریح د بهیر پيل او د کابل په شااوخوا کې د اسلامي دولت ډلې د فعالیتونو په اړه اندیښنو ته ځانګړي کړي دي.

چراغ:

چراغ ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي چې د داعش د فعالیتونو نوې ویډیو افغان حکومت ته نوی خبرداری.

په مطلب کې راغلي چې یوه نوي خپره شوې ویډیو ښيي چې د اسلامي دولت ډلې ته منسوب جنګیالي د کابل په جنوب کې تمرینونه کوي او تور بیرغ یې اوچت کړی دی.

ورځپاڼې ویلي، دې کسانو د اسلامي دولت ډلې جنګیالیو په څیر پوځي یونیفورم هم اغوستی او ویل کیږي چې د سټلایټ ټيلفونونو له لارې په سوریه او عراق کې له خپلو ملګرو سره اړیکې نیسي.

اطلاعات:

اطلاعات روز ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د اسلامي دولت ډله کابل ته په یو قدم فاصله کې.

په سرمقاله کې راغلي چې د اسلامي دولت ډلې افغانستان ته له شمالي وزیرستانه د کډوالو د راتلو سره سم پيل شول او اوس یې لمن د کابل تر څنډو هم راورسیده.

د سرمقالې لیکوال ویلي، د افغانستان امنیتي ادارو هم داسلامي دولت ډلې فعالیتونو ته کوم اهمیت ورنه کړ او وې ویل دا هماغه طالبان دي او یوازې یې د بیرغ رنګ بدل کړی دی.

لیکوال ویلي، که حکومت په دې اړه اقدام ونه کړي افغانستان به ددې ډلې د نفوذ لپاره ښه بستر وي، ځکه سنتي ټولنه ده او د خلکو ترمنځ د پوهې کچه هم کمه ده.

انصار:

انصار خپلواکې ورځپاڼې بیا ویلي چې نن د کابینې درې نوي معرفي شوي غړي ولسي جرګې ته خپل پروګرامونه تشریح کوي.

په مطلب کې د ولسي جرګې د منشي عرفان الله عرفان په حواله لیکل شوي چې نن به د عدلې وزارت کاندید عبدالبصیر انور، دښارجوړونې کاندید وزیر سید سعادت منصور نادري او د سرحدونو وزارت کاندید ګلاب منګل خپل پروګرامونه تشریح کړي.

عرفان ویلي چې دا مهال د لسو کاندید وزیرانو اسناد تر څیړنې لاندې دي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې چې کاندید وزیران خپل پروګرامونه تشریح کوي خو وکیلان یې اوري؟

په دې سرمقاله کې راغلي چې وکیلان باید په خپل وخت ولسي جرګې ته راشي او د پروګرامونو د تشریح تر پایه د کاندید وزیرانو خبرو ته غوږ کیږدي.

سرمقاله لیکوونکي ویلي په تیر ځل کې داسې څه نه وو او اکثرو وکیلانو کاندید وزیرانو ته د باور رایې پر مهال قانوني معیارونه په پام کې نه وو نیولي.

XS
SM
MD
LG