د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۰

د قطر ناسته د سولې رسمي خبرو ته زمینه برابرولای شي؟


والسټريټ ژورنال په خپله يوه مقاله کې ليکلي چې ويل کيږي؛ د طالبانو او افغان حکومت استازي په داسې حال کې په قطر کې سره ويني چې د دولت مخالفو وسله والو په افغانستان کې خپل فعالیتونه زيات کړي دي.

ورځپاڼه لیکي چې طالبانو او افغان چارواکو ويلي چې د طالبانو يو اته کسيز هييت به له افغان چارواکو سره په يوه دوه ورځنۍ سيمه ییزه غونډه کې سره وويني.

والسټريټ ژورنال لیکلي دي چې دا کنفرانس به د يکشنبې په ورځ په قطر کې پيل شي او د دواړو لورو ترمنځ به غير رسمي خبرو ته زمينه برابره کړي.

خو په مقاله کې راغلي چې د دې ستونزې حل ليري ښکاري چې ايا دا کتنه به په قطر کې د سولې د رسمي مذاکراتو په اړه وي که نه.

ورځپاڼه لیکي چې د طالبانو او د افغان حکومت استازيو دا کنفرانس د ازادو خبرو لپاره یو فرصت بللی دی.

طالبانو په يوه اعلاميه کې ويلي چې د دې ډلې د سياسي کميسيون اته غړي به په دې کنفرانس کې ګډون کوي.
د افغانستان د سولې د عالي شورا سرپرست عبدالحکيم مجاهد ويلي چې مولوي عطاءالله لودين به د دې شورا له لوړپوړو غړیو څخه وي؛ خو ده زياته کړې چې ښاغلی لودين به په ځنګړې توګه په دې کنفرانس کې برخه اخلي.

والستريټ ژورنال لیکلي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تېر کال د ډسمبر په مياشت کې د خپل کار له پيله راهيسې ويلي چې بيا بيا هڅې کړي چې طالبان د سولې مذاکراتو ته تشويق کړي؛ تر څو په افغانستان کې اوږدې جګړې ته د پای ټکی کښېښوول شي.

ورځپاڼه ليکي چې ښاغلي غني د فبرورۍ په مياشت کې دا تمه رامنځته کړه چې پرمختګ ته لاسرسی نيږدې دی؛ خو د ورځپاڼې په مطلب کې راغلي چې دا هڅې متزلزلې دي.

والسټريټ ژورنال لیکي چې په پاکستان کې د طالبانو د مشرتابه ډېری غړي ژوند کوي او افغان ولسمشر هيله من وو چې اسلام آباد کولی شي پر طالبانو په مذاکراتو کې د برخه اخيستلو لپاره فشار راوړي.

خو ورځپاڼه د يوه افغان چارواکي له خولې ليکي چې امریکا ته د ولسمشر غني تر سفر مخکې پاکستاني چارواکو ويلي وو چې طالبانو دا پېشنهاد رد کړ.

دغه چارواکي ويلي چې له دې مخکې چې طالبان خپل نظر څرګند کړي، پاکستان ويلي چې طالبانو د سولې د خبرو غوښتونکي نه دي. والسټريټ ژورنال ليکلي چې پاکستان بيا بيا ويلي چې په افغانستان کې د ثبات پلوي کوي او مني چې پر يو شمېر طالبانو نفوذ لري خو دا چې پر دغه ډله باندي کنترول نه لري.

هندوستان ټایمز:

هندوستان ټایمز ورځپاڼې په کابل کې د فرخندې د وژلو په قضيه کې د نيول شويو کسانو د محاکمې په اړه ليکلي دي.

ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان په مرکز کابل کې د قهرجنو خلکو له خوا د يوې ۲۷ کلنې ښځې د وژلو په قضيه کې د ۱۹ تورنو پوليس افسرانو په ګډون ۴۹ نور د شنبې په ورځ محکمې ته وړاندي شول.

هندوستان ټايمز لیکي چې د پوليسو يو شمېر مامورين هم په خپله وظيفه کې په غفلت تورن شوی دي او حتي يو شمېر په دې حادثه کې برخه اخيستونکي ګڼل کيږي.

ورځپاڼې ليکلي چې د افغانستان قضايي سيستم له ډېره وخته راپه دې خوا د ډيرو خلکو عدالت ته د نه لاسرسي له انتقاد سره مخامخ شوی دی.

هندوستان ټايمز لیکلي چې د محکمې داغونډه چې په دې اړه د افغانستان د حکومت د ژمنو يو امتحان هم ګڼل کيږي چې په عادلانه ډول د دې هيواد د ټولو وګړو خونديتوب په قانوني توګه تر سره کيږي.

XS
SM
MD
LG