د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

ګارډین: په افغانستان کې د مجللو ودونو مخه نیول کیږي


ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې یوه اجتماعي موضوع څیړلې، د واده مساله یې را اخیستې ده او د پي جي میډیا په نوم یوې خپرونې له ګوانتنامو زندان څخه کال مخکې د پنځو خوشې شویو طالب مشرانو مساله څیړلې ده چې د ګرځیدو راګرځیدو د بندیز وخت یې په خلاصیدو دی.

دغه خپرونه لیکي چې د طالبانو هغه پنځه مشران چې له امریکایي اسیر عسکر بو بیرګدال سره تبادله شوي وو، څو ورځې وروسته یې په قطر کې د نظارت کال پوره کیږي.

له شوې موافقې سره سم د دغو طالبانو د څارنې لپاره یو کال وخت ټاکل شوی وو.

د پي جي میډیا خپرونه وړاندې لیکي چې داسې ویره شته چې دا کسان بیا ستونزې پیدا نه کړي. خو بل لور ته امریکا تل پر دې ټینګار کوي چې له ترورستانو سره معامله نه کوي.

خپرونه زیاتوي چې امریکا دا نه تاییدوي چې طالبان د داعش په څیر یوه ترورستي ډله ده. طالبان د افغانستان په ځینو سیمو کې له داعش سره په جګړې هم دي.

پي جي میډیا خپرونه بیا د سپینې ماڼۍ د ویاند ایریک شولتس خبرې رااخیستې دي چې د جنوري په میاشت کې یې دې سوال ته چې ولې زندانیان له طالبانو سره تبادله کیږي او له داعش سره ورته کار نه کیږي، وویل، طالبان یوه یاغي وسله واله ډله ده او داعش یوه ترورستي ډله، چې موږ له ترورستانو سره معامله نه کوو. شولتس زیاتوي چې د امریکا سیاست داسې نه دی چې ترورستي ډلو ټپلو ته جزیه او غرامت ورکړي.

که اوس د ګارډین پاڼې راواړوم نو له دې سره مخالفت کوي چې په افغانستان کې د مجللو ودونو مخه نیول کیږي.

دغه ورځپاڼه لیکي چې افغان دولت په وروستیو کې یو قانون تصویب کړ چې له مخې یې په ودنو کې تر ۵۰۰ ډير کسان حق نه لري چې ګډون وکړي او د دې ودنو لګښت هم باید پر سړي سر تر ۵۰۰ افغانۍ زیات نه شي.

د ګارډین خبریال چې په وروستیو کې افغانستان ته تللی دی لیکي چې ښه دا وه چې حکومت او ملي شورا د اوس لپاره پر ودنو کار نه لرلی. د ګارډین خبریال بیا د دې علت روښانوي او زیاتوي چې په هغه هیواد کې چې هره ورځ جګړې دي، چاودنې دي او وژنې دي دغه ودونه لا د تفریح لپاره یوه بهانه شي او دې ته لاره هواره کړي چې یو شمیر خلک په خپلو کې راټول شي او له ورځنیو وحشي خبرو شیبه لرې شي.

د ګارډین ورځپاڼې په باور بل لور ته په دغو ودنو کې چې کومې پیسې مصرف کیږي هغه په اصل کې د افغانستان اقتصاد ته داخلیږي او یو شمیر کسانو ته د کار زمینه برابریږي.

د ګارډین خبریال چې په خپله هم په یوه واده کې برخه اخیستې ده، لیکي، د ناوې او زوم کورنۍ هم پر کړیو لګښتونو پښیمانه نه وي او د واده شپه د ژوند د یوې ښې خاطرې په ډول د کلونو کلونو په مخه په خپل ذهن کې ساتي.

د ګارډين ورځپاڼې په وینا په داسې شرایطو کې نو پکار وه چې افغان حکومت او پارلمان د واده پر ځای لومړی د خلکو نورو ستونزو ته پاملرنه کړای وای، داسې ستونزو ته چې خلک ورسره هوساکیدای او ارامه کیدای.

XS
SM
MD
LG