د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

اسلام اباد ته د کابل خبرداری


زیات شمېرلویدیځو ورځپاڼو د پاکستان پوځ او د بهرنیو چارو پالیسۍ جوړونکو ته د افغانستان د جمهور رئیس اشرف غني د قوي لیک او خبرداري په اړه مضمونونه خپاره کړي دي.

امریکا چاپ، وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه په دې اړه لیکي:

جمهور رئیس اشرف غني پاکستان ته خبرداری ورکړی، که چېرې اسلام اباد د طالبانو فعالیتونه بند نه کړې او مشران یي په کور کې نظر بند ونه ساتي، کابل به د اړیکو ښه کولو ډپلوماتیکي کړن لاړه بدله کړي.

وال سټریټ ژورنال لیکي:

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، دوي په خپل ګاونډي هېواد افغانستان کې د سولې ټینګښت او د اړیکو ښه کولو ته ژمن دي او د دوي په وینا، د دواړو هېوادونو دښمن یو دی.

ورځپاڼه د جمهوررئیس غني د دفتر په حواله لیکي:

ښاغلي غني په یوه رسمي لیک کې د پاکستان سیاسي او پوځي مشرانو ته لیکلې، که چېرې اسلام اباد په افغانستان کې د سولې په ټینګښت کې مرستې کولو ته جدي وې، ډیرژرباید د طالبانو مخه ونیسي.

وال ستریټ ژورنال لیکي:

جمهور رئیس غني په دې لیک کې لیکلي، پرته له دې چې زه سولې ته ژمن یم، د خپل هېواد د بقا، د خپل هېواد د ښځو او کوچنیانو د ساتنې لپاره د جنګ د جمهور رئیس له انتخاب پرته بله چاره هم نه لرم.

ورځپاڼه لیکي:

د جمهور رئیس غني دا لیک چې څو ورځې وړاندې یي پاکستاني چارواکو ته استولی، ښیې چې د پاکستان د پوځ او د بهرنۍ پالیسۍ جوړونکو پر وړاندې د کابل حوصله مخ په ختمیدو ده.

وال سټریټ ژورنال وړاندې لیکي:

په تیروڅو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان اړیکې مخ په ښه کیدو وو. د پاکستان صدراعظم نوازشریف د مې په ۱۲ مه کابل ته د سفر پر مهال په وسله والو طالبانو سخته لفظي حمله وکړه او د هغوي حملې یي تروریستي عمل وباله. خو افغان چارواکی وایي، پاکستان د خپلو ژمنو په عملي کیدو کې ډير ورو عمل کوي.

د جمهور رئیس غني ملاتړو او مخالفانو د هغه په پالیسۍ سخت انتقادونه کړي او وایي، جمهور رئیس خپل وطن په پاکستان پلورلی دی. د ورځپاڼې په باور، داسې ښکاري چې دا لیک د افغانانو د احساساتو په غبرګون کي لیکل شوی دی.

واشنګټن پوسټ:

امریکا چاپ بلې ورځپاڼې، واشنګټن پوسټ هم د افغانستان او پاکستان د اړیکو او په خاص ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ د استخباراتي همکاریو په اړه یو مضمون خپور کړی او لیکي:

د طالبانو حملو، د کابل او اسلام اباد ترمنځ د استخباراتي معلوماتو د راکړې ورکړې معاله تر ازمیښت لاندې راوستي ده.

ورځپاڼه لیکي، یو شمېرخلک په دې باوردی چې په کابل او نورو برخو کې د وسله والو طالبانو حملو په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو پوځي هلې ځلې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

واشنګټن پوست د کابل او اسلام اباد ترمنځ د استخباراتي معلوماتو د راکړې ورکړې د تفاهم لیک په اړه د پاکستان د متقاعد جنرال او د پوځي چارو د خپلواک څیړونکی، طلعت مسعود خبره راخیستې چې وایي:

((دا یومثبت پرمختګ دی. په تیرو وختونو کې د پاکستان او افغانستان پالیسۍ د دواړو هېوادونو د ګټو د له منځه وړلو په مقصد طرح شوې وې. د دې پالیسو هدف د دواړو دولتونو له منځه وړل وو.))

واشنګټن پوست ورځپاڼه زیاتوي، انتقاد کوونکي په دې باوردي چې دا به ډیره سادګې یا حماقت وي، داسې یوې معاملې ته هیله من شو چې په تخنیکي لحاظ یو تړون نه دی.

ورځپاڼې د پاکستانې ژورنالیست او لیکوال احمد رشید څرګندونې هم راخیستي چې وایی:

ترهغې چې په افغانستان کې اوربند ټینګ نه شي او پاکستان له افغان حکومت سره طالبان د خبرو میزته کیننوي، دا معاملې هیڅ نتیجه نه ورکوي.

له کابل سره پوره شک دی چې د استخباراتي معلوماتو د تفاهم لیک یا معاملې ګټه ټوله پاکستان ته ځي او افغانانو ته یي هیڅ ګټه نه رسیږي.

XS
SM
MD
LG