د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۵

دموسی کلا سقوط د افغان حکومت لپاره لوی شکست


په لویدیځو ورځپاڼو او خپرونو کې د افغانستان په اړه دوه مسالې تر نورو ډیرې تودې دي. یوه هم د موسی کلا د ولسوالۍ سقوط او بله مساله هم له بریتانیا څخه د یو شمېر افغان کډوالو ایستل دي.

ټایمز:

د ټایمز ورځپاڼه لیکي، طالبانو هغه ښار نیولی چې د دفاع لپاره یې بریتانیا یان وژل شوي وو.

ټایمز په خپله لیکنه کې پر دې ټکي هم تمرکز کړی دی چې د هوايي ملاتړ سربېره د موسی کلا سقوط د افغان حکومت لپاره یوه لویه ماتې ده.

ورځپاڼه وايي، امریکايي الوتکو د طالبانو د پنځه ورځنیو حملو د په شا تنبولو لپاره د موسی کلا په شا او خوا کې هوايي بریدونه هم وکړل؛ خو ونه توانیدل چې د دې ولسوالۍ د سقوط مخه ونیسي.

ټایمز چې له بریتانیا څخه خپریږي، دې ټکي ته هم پام کړی چې په دې هېواد کې ډیر خلک د موسی کلا له نوم سره بلد دي؛ ځکه دا د هلمند یوه ولسوالي ده او په دې ولایت کې 453 بریتانوي سرتیري وژل شوي دي.

د لیکنې لیکوال وايي، موسی کلا چې د کوکنارو کر هم په کې زیات دی؛ له دې ځایه څخه په ۲۰۱۴م کال کې د ناټو د ځواکونو له وتلو مخکې د پرلپسې نښتو او جګړو شاهده وه.

د هلمند د ولایتي شورا یو غړي عبدالمجید اخندزاده ټایمز ورځپاڼې ته ویلي؛ د موسی کلا د امنیې د قومندانۍ د ودانۍ په شمول ټولې دولتي ودانۍ د طالبانو له خوا نیول شوي دي.

د دې ولسوالۍ یو اوسېدونکي ملا عبدالجلیل چې له خپلې سیمې کډه شوی دی او مرکز لښکرګاه ته تللی؛ ویلي چې په موسی کلا کې ډیر ولسي خلک هم په ورستۍ جګړه کې وژل شوي او یا ټپي شوي دي. نوموړی وايي، ډېر خلک له کورنو په ډیر ګډوډ حالت کې وتلي دي.

ګارډین:

بلې بریتانوي ورځپاڼې ګارډین بیا له دې هېواد څخه په زوره د افغان کډوالو د ایستلو پر موضوع لیکنه کړې.

ورځپاڼه وايي هغه افغان کډوال چې له بریتانیا ایستل شوي؛ ښايي له حقوقي مسالو په بشپړه توګه نه وو خبر.

ګارډین وايي، د بریتانیا د کورنیو چار د وزارت په یو ځانګړې الوتکه کې د لسو په شا او خوا کې افغان کډوال د چارشنبې په ورځ کابل ته واستول شول.

ورځپاڼه وايي د بریتانیا یو شمیر مدافع وکیلان وتوانیدل چې د ډېرو هڅو وروسته له بریتانیا څخه د ایستل کیدونکو تر شپیتو د زیاتو کډوالو له ډلې د پنځوسو د ایستلو مخه ونیسي.

د ګارډین ورځپاڼې په دې ډله کې چې له بریتانیا ایستل شوې ، د هارون احمدي په نوم د نسبتا نار ارامه لغمان ولایت د یو اوسیدونکې یادونه کړې ده ، چې په بریتانیا کې د یولس کلونو له تیرولو وروسته له دې هیواد ایستل شوی دی.

دې نهه دیرش کلن افغان ویلي: د محکمې د پریکړې په اړه یې هیڅ ډول معلومات نه لرل.

ددې افغان کډوال یو مدافع وکیل جیمز بیل چې په یو غیرې دولتي حقوقي ادارې کې کار کوي د ګارډین ورځپاڼې ته ویلي : ډیر هغه کسان چې پرون په الوتکه کې کابل ته واستول شول ، له قانون او خپلو حقونو نه وو خبر کنه له بریتانیا څخه د ایستلو له پریکړې سره نه مخ کیدل.

XS
SM
MD
LG