د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۲

سرخط: امنیتي ځواکونه په تاکتیکي شاتګ سره طالبانو ته تلک ږدي


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډېره د هېواد روان امنیتي وضعیت او د طالبانو ترمنځ اختلافاتو ته ځانګړي کړي دي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د روان کال په ناامنیو کې وسله والو مخالفینو د تېرو کلونو په پرتله زیات تلفات ورکړي او د پېښور او کوټې روغتونونه د مخالفینو له ټپیانو ډک شوي دي.

په سرمقاله کې راغلي، پاکستان فکر کاوه چې د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته به یې لاسپوڅي په افغانستان کې ځینې سیمې لاندې کړي؛ خو لیکوال ویلي، د افغانستان نیول د اوسپنې ژدول دي.

سرمقاله لیکونکي ویلي، طالبان هڅه کوي چې امنیتي ځواکونه په تلک کې راګیر کړي؛ خو زیاته کړې ده چې د موسې کلا په څیر کله نا کله امنیتي ځواکونه په تاکتیکي شاتګ سره طالبانو ته تلک ږدي.

اصلاح:

اصلاح ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې لیکلي چې په موسی کلا ولسوالۍ کې افغان او بهرنیو ځواکونو ګډ پوځي عملیات پيل کړي؛ څو دا ولسوالۍ د حکومت له وسله والو مخالفینو پاکه کړي.

په مطلب کې راغلي چې د غوڅ ملاتړ ماموریت په دې عملیاتو کې له افغان ځواکونو سره د هوایي ځواک په برخه کې مرسته کوي.

انصار:

انصار ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې په افغانستان کې د داعش خطر.

په سرمقاله کې راغلي چې د طالبانو او داعش ترمنځ عقیدوي اختلافات شته، خو د ورځپاڼې په باور، د دوی دواړو ترمنځ فکري تړاو شته او ممکن طالبان یې د القاعده په څیر کوربه توب ومني.

سرمقاله لیکونکي ویلي، پاکستان هم یوازې د طالب او القاعده پر ملاتړ بسنه نه کوي او افغان حکومت ته په کار ده چې طالبان د سولې خبرو ته چمتو کړي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د طالبانو ترمنځ اختلافاتو ته یو مطلب ځانګړی کړی او دا سرلیک یې ورکړی، که ملا منصور خبرو ته حاضر نه شي، د خپلمنځي جګړې امکان لرې نه دی.

په مطلب کې د طالبانو د کوټې شورا د غړي ملا عبدالمنان نیازي په حواله ویل شوي چې لا هم د طالبانو د مشر د ټاکلو پر سر اختلافات نه دي حل شوي.

د مطلب لیکوال د زابل د یوشمیر اوسیدونکو په حواله لیکلي چې په خاک افغان ولسوالۍ کې د ملا اختر محمد منصور او منصور دادالله د پلویانو ترمنځ جګړې ته چمتوالی نیول شوی دی.

د زابل اوسیدونکو ورځپاڼې ته ویلي چې تیره اونۍ د ملا اختر محمد منصور او منصور دادالله د پلویانو ترمنځ جګړه کې د دادالله ډلې پنځلس جنګیالي وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG