د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

پاکيزه ارزو اوس باسواده ده!


په ننۍ تاندې څانګې کې یوه داسې افغانه درپيژنو چې یو وخت یې همځولې له پوهنتونه فارغه وې خو دا نالوستې یا بېسواده پآتې وه، خو زحمت یې وويست، ناهيلې نه شوه او په لنډه موده کې یې پخپلو همځولو پسې ځان ورساوه، د ژوند جالبې لوړې ژورې لري.

پاکیزه ارزو په پروان کې وزيږېده، تر ۶ ټولګي یې هماغلته لوست وکړ، خو دا سلسله هله پرې شوه چې په هیواد کې کورنۍ جګړه پېل شوه.

په افغانستان کې د کورنیو جګړو پر مهال د پاکستان کشمير ته مهاجره شوه، له درسه لرې یې یوولس کاله هماغلته تېر کړل، څو څو یې چې عمر زیاتېده هغومره پخپلو زده کړو پسې خفه کیده، پاکيزه وايي چې د (بېسوادۍ) نوم سره مې یو ډول حساسیت پیدا شوی و او کرکه مې ترې کېدله.

په هېواد کې د نوي حکومت په منځ ته راتګ سره د پاکيزې زړه هم غوښتل چې د دې ژوند هم باید تغیر وکړي، عمر یې لوړ شوی و، چا په ښوونځي کې نه اخيسته، ویل یې د تا عمر د ښوونځي د ویلو ندی، وايي تر هغو ريښتیاو چې جګړې او زړه بدون منځ ته راوړي هغه دروغ ښه دي چې سوله او ارامي رامنځ ته کړي، له پاکیزې ارزو سره هم یو چا همداسې ښه وکړل، په تذکره کې یې عمر کم ورته ولیکه، همدا علت و چې په یوه شخصي ښوونځي کې یې ځان شامل کړ، خو وړو ټولګیوالو یې فکر کاوه چې دا به یا د دوی نوې مدیره او یا هم ښوونکې وي.

پاکیزې په هغه ښوونځي کې په هرو شپږو میاشتو کې یو ټولګی لوست، نو چې تر نهم ټولګي ورسیده هغه ښوونځی د ځینو مشکلاتو له کبله سقوط وکړ، خو دا ځل د پاکیزې ارزو د قسمت ستوری بیا له راپریوتو وژغورل شو، هغې ته د کابل په سوریا عالي لیسه کې د شاملیدو حق ورکړل شو، چې له هماغه ليسې په ۱۳۸۲ کال فارغه شوه او د کانکور په ازموینه کې هم په ښو نمرو د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ته وربریالۍ شوه.

پاکيزه ارزو وايي چې د مهاجرت پر مهال به یې چې کله پاکستانۍ تکړه نجونې پر ټلويزون کتلې نو ځوریده به چې ولې دا هغسې نده، خو اوس چې په ځینو ټولنيزو ستونځو کیسې او مقالې لیکي نو کله کله دې ته هم چانس برابريږي چې په کومه رسنۍ کې میلمنه شي، دا وايي چې خپل خپلوان یې اوس خپلو لوڼو ته د دې مثال ورکوي چې د هغې په څېر ځانونه ورسوئ.

پاکيزه اوس غواړي چې ځان د ماسټري او دوکتورا تر درجې ورسوي، هغه که یو خوا له خپلې کورنۍ په دې راضي ده چې د زده کړو په برخه کې یې ډيره مرسته ورسره کړې، نو بلخوا دا یوه ګیله ترې لري چې د پرمختګ ځینې ښو چانسونو په منځ کې یې کورنۍ خنډ شوې هم ده.

ځوانان دې ناهيلي کیږي نه او په دې خبرو دې هم ځانونه نه تیر باسي چې واسطه او پیسې نه لرم، دا خبرې هم پآکیزه ارزو کوي او وايي چې که څوک همت وکړي نو ستونځې له منځه وړلی شي.

تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي، دا خپرونه چې هره شنبې او تکرار یې دوشنبې خپريږي، د ازادي راډيو په ویبپاڼه او فیس بک پاڼه هم اوریدلی او ولوستلی شئ:
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:10:28 0:00
مستقیم لېنک


www.azadiradio.com
که چېرې غواړئ موږ ته بریښنالیک راولیږئ نو پته ده:
ShafaqN@rferl.org
XS
SM
MD
LG