د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۵

امرخېل: د یو شمېر صندقونو رایې له سره شمېرل کیږي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي؛ د یو شمېر صندقونو د رایو له سره شمېرل پیل شوي؛ تر څو تقلبي رایې ترې بیلې کړي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس ضیاالحق امرخیل وايي چې تراوسه د رایو پنځه سوه صندقونه په نښه شوي چې؛ باید رایې یې له سره وڅیړل شي.

دې کمیسیون تیره ورځ د جمهوري ریاست د انتخاباتو د لسو فیصدو رایو نتیجه اعلان کړه.

خو ځینو کاندیدانو انتقاد کړی چې؛ لومړی باید پاکې او ناپاکې رایې بیلې شوې وای او بیا دا نتایج اعلان شوي وو.

زموږ همکار احمدزبیر ژمن له ښاغلي امرخیل سره په دې مسایلو باندې مرکه کړې ده:
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:26 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG