د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

جمراني: هره ورځ د اموسیند د نفتو له حوزې څخه شااوخوا پنځه سوه ټنه نفتي مواد استخراجیږي


د حقیقت څه دی، په دې پروګرام کې مو د کانونو او پطرولیم وزارت د پطرولیم له ریس جلیل جمراني سره د نفتي موادو او ګازو د اکتشاف او استخراج په پروګرامونو خبرې کړي.

ښاغلي جمراني وایي، چې دا مهال هره ورځ د اموسیند د نفتو له حوزې څخه شااوخوا پنځه سوه ټنه نفتي مواد استخراجیږي او دوی هڅه کوي چې دا اندازه لوړه کړي.

نوموړی وایي، په ۲۰۱۵ م کال کې به له قرارداد سره سم د شبرغان د ګازو استخراج هم چې قرار داد یې له ترکانو سره لاسلیک شوی، پیل شي.

په افغانستان کې د نفتي موادو او ګازو پنځه حوزې مشخصۍ شوي، چې د امو دریا، افغان تاجک او شبرغان پرته په نورو حوزو کار نه دی شوی.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:15:03 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG