د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

ولې په ځیني قصابیو کې ورستې غوښې خرڅیږي؟


افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د غوښې مصرف په کې ډیر دی، له همدې امله خو له ځینو بهر ملکونونه هم د چرګانو، ماهیانو، پسونو، غویانو، ګاومیښو او نورو حیواناتو غوښې راځي.

په دې غوښو کې بیا کله ناکله داسې هم وي چې له صحي پلوه انسان ته تاوان رسوي، په اکثره قصابیو کې هم دا چې وخت ډیر په تیریږي خرابه شي.

د کونړ اوسیدونکی عاشق اله وایي، څو ځله داسې شوي چې غوښه یې اخیستې بیا یې لرې غوزولې.

دا چې ولې په دې وروستیو کې په قصابیو کې بدمزه او ورستې غوښې خرڅیږي د لغمان له اوسیدونکی اماالدین نه مو پوښتلي هغه د مسولو کسانو بې پروایي د دې کار لامل بولي.

کومې غوښې چې له بهر ملکه راځي ټاکلې نیټه لري، خو دلته اکثره کسان دې نیټې په فکر کې دومره نه وي، داود ناظم وایي که د غوښې تاریخ تیرهم نه وي هغسې مزه نه کوي لکه د تازه حلال شوي مال یې چې کوي.

ځینې کسان بیا وایي، چې د غوښې په ځای که ژوندي حیوانات له بهر ملکونو نه راوستل شي دا به ښه وي، ځکه حلال شوي حیوانات او چرګان ژر خرابیږي د کابل اوسیدونکې مرضیه وایي چې دوی هم په خرابه غوښو وربرابر شوي .

د سمنګانو اوسیدونکي ظاهر چې؛ اوس له المانه راغلی وایي، هلته چې خرابه خوراکي مواد خرڅ شي خرڅونکي دومره جریمه کیږي چې بیا خپل کار تکرار نه کړي، خو په افغانستان کې څوک نه پسې ګرځي ځکه خو دا ناخوالې ورځ تر بلې زیاتیږي.
هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:10:56 0:00
مستقیم لېنک



لیکونکې- فرشته مرسل
XS
SM
MD
LG