د افغانستان د جمهور ريیس حامد کرزي ویاند ایمیل فیضي وايي؛ نور نو د جمهوري ریاست د انتخاباتو د نتایجو ځنډول په هیڅ صورت افغان حکومت ته د منلو وړ نه دی.
په دې اړه د ازادۍ راډیوخبریال رحمت الله افغان له ښاغلي فیضي سره مرکه کړې او په سر کې یې ورنه پوښتلي دي؛ چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو وروستۍ پایلې په څه وخت اعلانیږي؟
دی په دې اړه وايي: