د جمهوري ریاست چارواکو د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون د مشرهغه خبره رد کړه چې ویلي یې دي ولسمشر حامد کرزي ویلي چې؛ که د سنبلې تر یوولسمې پورې نوی ولسمشر لوړه پرځای نه کړي، دی له قدرته لاس اخلي.
کرزي ویلي چې؛ نوی ولسمشر به د سنبلې په یوولسمه لوړه کوي او د لوړې له مراسمو وروسته به د سپټمبر په ۴ په ویلز کې د ناټو په سرمشریزه کې ګډون کوي.
د ولسمشر له ویاند ایمل فیضي سره نوریاس نوري مرکه کړې او د مرکې په پیل کې یې ترې پوښتنه کړې چې ایا هغه راپورونه سم دي چې وایي، د ناټو په سرمشریزه کې د افغانستان په استازیتوب د افغانستان دفاع وزیر ګډون کوي؟
ښاغلي فیضي په ځواب کې وویل: