د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

ځیني کیسه بران د مال خاوند په ځان پورې حیرانوي


ښایي د تاسو په جیبونو دستکولونو او نوروغوټو هم کیسه بر برابر شوی وي، که داسې نه وي شوي نو د نورو کسانو په هکله خو مو ان اوریدلي چې کیسه بر وهلي.

د کیسه برۍ عمل له ډیر پخوا نه و، خو نن سبا کیسه بران په دومره مهارت خپل کارکوي چې د مال خاوند په ځان پورې حیران کړي.

امنیتي مسول کسان هم وایي چې؛ دوی هرځل کله چې کیسه بر نیسي یوه نوې طریقه یي کارولې وي.

د دوی په نظرد کیسه برۍ نوې طریقې کیسه بران په ګاونډیو هېوادونو کې زده کوي.

د کابل په منډوي کې د وردګو له ولایت نه راغلې کس نسیم صدیقي سره په داسې وخت کې مخ شوو چې کیسه بر یې پیسې وهلې وې، هغه له ډیره درد خپله کیسه په خندا وکړه.

داسې هم پیښ شوي چې له ناروغ سره د راغلي کس پیسې چې د درملنې لپاره یې راوړي کیسه بر وهلي دا نو بیا ترټولو سخت حالت وي.

د پغمان اوسیدونکی داود ناظم وایي چې؛ تیره ورځ یي همداسې یوه پیښه ولیدله.

یوخو داسې وي چې کیسه برد یو چا پیسې وهي نورپه خپله مخه ځي.

د کونړ اوسیدونکی عبدالقیوم وایي چې؛ یوه بله ډله بیا چې پیسې او نور وسایل په زور واخلي د مال خاوند وژني هم.

د کندزاوسیدونکی ولي جان بیا وایي چې؛ عام خلک باید خپل مال ته له کیسه بره ډیربیداره او هوښیار وي، خپل شیان دې داسې ځای نه ږدي چې ورنه ورک شي.

حاجي حکیم چې ۸۹ کلن دي له پخوا وخت نه وايي چې؛ غلوته به له قانون سره سم جزا ورکول کیدله اوس یي که نن نیسي سبا یې بیرته خوشې کوي.

یوه بله خبره چې ډیرکسان یې یادوي هغه دا ده چې وایي، امنیتي کسان له کیسه بر اوغلو سره لاس لري.

د کابل اوسیدونکی نصراله وایي چې؛ پولیس له کیسه بره خپله برخه اخلي، نورنو دا پوښتنه نه کوي چې ولې یې غلا کړې؟

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:13:34 0:00
مستقیم لېنک

لیکونکې- فرشته مرسل

XS
SM
MD
LG