د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

بابرڅوک و او په کابل کې د بابربڼ کله جوړ شوی؟


ظهیرالدين محمد بابرد ګرګانيانو د سلسله موسس او د مغولو سترامپراتورپه منځنۍ اسيا کې ۵۳۰ کاله له مخه زيږيدلی، يولس کلن و چې پلار يې ومړ او واک ده ته پاتې شو، د واک په سر يې د تره له زوی سره شخړې وې، څو کاله يې له تاتارو او ازبکو سره په جنګ تېر کړل، ځان کمزوی ورمعلوم شو.

افغانستان ته يې مخه راونيوه، دلته يې له ۱۵۰۴ تر ۱۵۲۵ ميلادې کاله پورې ۲۲ کاله حکومت وکړ، له هغه وروسته يې هندوستان ته مخه شوه، هلته يې ابراهيم لودي مات کړاو د مغلو ستره امپراتوري يې جوړه کړه چې ۳۵۰ کاله يې دوام وکړ.
بابر شاعري هم کوله، په طبيعت ميين و، له باغونو سره يې مينه وه په کابل کې څو باغونه جوړ کړي و مګر کوم باغ چې اوس د بابر په نوم مشهور دی افغان مورخين وايي دا بڼ بابر نه دی جوړ کړی نور معلومات په خپرونه کې واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:52 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG