د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۵

ځیني کسان ولې د ناروغ پوښتنې ته ماشومان هم بیایي؟


د ناروغ پوښتنه سنت دی، خو داسې نه چې په بې وخته او ډیر ناستی ناروغ او کورنۍ یې دومره په تکلیف کړو چې له ورتللو مو بې زاره شي.

د ځینو کسانو ناروغي بیا دومره جدي وي چې که له میلمنو سره کیني، د هغو او ماشومانو شور او غږ یې واورئ.

استراحت ونه کړي، ورځ تر بلې یې ناروغي زیاتیږي، له بلې خوا که د کور میرمنې د میلمنو په قدر او عزت بندې شي بیا خپل ناروغ ته هم لکه څنګه چې پکار دی نه شي رسیدلای.

د کابل اوسیدونکې شافیه وایي چې؛ ترټولو سخته خو بیا وي چې خپله د کورمیرمن ناروغه وي.

ځیني کسان بیا د ناروغ پوښتنې ته ماشومان هم بیایي چې داهم مناسب کار نه دی.

د پکتیا اوسیدونکې فریده وایي، نه یوازې دا چې ماشومان ناروغ او کورنۍ یې په تنګوي، بلکې که ناروغ ساري ناروغي ولري کوچنیان هم ورنه نیسي.

شیراحمد درویش چې د یوه ښونځي مدیر دی د وخت کمښت د دې لامل بولي چې دی د ناروغ پوښتنې ته داسې وخت ورځې چې د کور خلکو ته سخته وي.

د ناروغ له پوښتنې نه پرته هم که چیرې د دوستانو کورته ورځو نو د وخت په پام کې نیول ډیر ضرور دي، ځکه د افغانستان ډیر خلک کمزوری اقتصاد لري هغوی نه شي کوي چې له ځان سره د میلمه نس هم موړ کړي.

لیکونکې ------ فرشته مرسل

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:12:00 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG