د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲

ښادمن ګام د ملالې ميوندۍ قبر رغوي


Shadman Gam Humanitarian Fund in Kandahar
Shadman Gam Humanitarian Fund in Kandahar

د ښادمن ګام په نامه يو خيريه بنسټ غواړي په کندهار کې د ميوند جګړې د اتلې، ملالې ميوندۍ قبر ورغوي.

دغه غيردولتي ټولنه وايي د دې لپاره چې د دې تاريخي اتلې کارنامې له خلکو هېرې نه شي او ځوان نسل لا ورته پام وکړي، غواړي دغه اقدام وکړي.

دغه بنسټ وايي لا معلومه نه ده، چې پر دې پروژې به څومره لګښت وکړي، خو د پلان له مخې به د ملالې قبر، پر هغه ګنبده او قبر ته نژدې يو شنه ساحه ورغوي.

د ملالې قبر د کندهار د ميوند ولسوالۍ په هغه سيمه کې پروت دى، چې ناامنه ګڼل کېږي.

صالح محمد صالح د ښادمن ګام بنسټ له مشر، حکمت الله ښادمن څخه د مرکې په پيل کې پوښتنه وکړه: د ملالې ميوندۍ د قبر د جوړولو پرېکړه يې څنګه وکړه؟

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:05 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG