د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

"د ۱۹کلنو کرکټ ټیم به د نړېوال جام په غوراوي لوبو کې د ګډو لپاره کوېټ ته ځي"


په پام کې ده چې د افغانستان د نولس کلنو ځوانانو د کرکټ لوبډله د پاکستان له ماتولو وروسته د نولس کلنو ځوانانو د کرکټ په نړیوال جام کې د ګډون لپاره په نژدې راتلونکې کې کوېټ ته سفر وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د لوبو له دې لړۍ څخه یوازې یو ټیم په نړیوال جام کې د ګډون لپاره غوره کېږي او افغان لوبغاړي په کوېټ کـې له نهو سیالو لوبډلو سره په دې هیله لوبې کوي چې د دې لړۍ یوازینی بریالی ټیم به وي.

د افغانستان د نولس کلنو ځوانانو ټیم دې لوبو ته د چمتووالي لپاره د پاکستان له سیال ټیم سره په لاهور کې درې تمریني لوبې وکړې چې دوه یې ترې وګټلې او یوه یې وبایلله. د دې لړۍ وروستۍ لوبه پرون وه چې افغانستان د نه شپېتو منډو په توپیر وګټله.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجراییه مشر نورمحمدمراد له احمدتکل سره د مرکې په پیل کې د پاکستان له بریا وروسته کوېټ ته د افغان نولس کلنو ځوانانو د سفر په اړه خبرې کړي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:06:02 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG