د ایسسکو ISESCO یا د اسلامي هېوادونو د تعلیم پوهنې او کلتور اداره نن په تهران کې خپله درې ورځنۍ غونډه پای ته رسوي.
په دې غونډه کې د افغانستان، ایران، پاکستان او بنګلدېش استازي برخه لري چې په خپلو غونډو کې یې د تروریزم پرضد په مبارزه کې د فرهنګي او تعلیمي ارزښتونو پر ونډه بحثونه وکړل.
د غونډې ګډونوالو پوهانو د تروریزم پرضد په مبارزه کې د رسنیو، تعلیمي نصاب او د کورنۍ د ونډې پراهمیت خبرې وکړې.
د افغانستان په استازیتوب د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز رییس عبدالغفورلېوال په دې کاري غونډه کې برخه اخیستې وه.
له احمدتکل سره په مرکه کې ښاغلي لېوال د دې غونډې اړه مفصل معلومات ورکړي: