د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۹

لوستې مورخپل اولاد سره د نیم ښوونځي هومره مرسته کولای شي


ښځه د کورنۍ د هستې حیثیت لري چې ټوله کورنۍ پرې را څرخي، په کورنۍ کې مور تر نورو ډیره د خپلو ماشومانو د پالنې او روزنې مسولیت لري، خو مورخپل مسولیتونه هغه وخت ښه سرته رسولی شي چې لوستې وي، لوستې مورکولی شي خپل ماشومان په ښه توګه وروزي، روغتیا، ښونې او روزنې او د ژوند نورې برخې یې په ښه ډول سمبال کړي خو په ګڼو کورنیو کې څوک د ښځو زده کړو ته دومره ارزښت نه ورکوي او زده کړه یوازې نارینه وو ته ځانګړې کوي.

که یوه مور لوستې واوسي نو له خپل اولاد سره د هغو په درسونو کې ډیره مرسته کولی شي، که چېرې د یوه ماشوم مور نالوستې واوسي او پلار یې په ګټې وټې پسې سرګردانه نو د داسې مور او پلار زوی یا لور به له ګڼو ستونزو سره مخ وي .

لیکوال او صاحب نظر ډاکټر محب الله زغم وايي چې زموږ په مکتبونو کې د زده کوونکو شمېر زیات وي او ښوونکې هر زده کوونکې ته رسیدګي نشي کولی نو که یوه مور لوستې واوسي د نیم مکتب هومره مرسته ورسره کولی شي.

لیکوال او ژورنالست انوروفا سمندر وایي چې مېرمن یی لوستې ده نو ډېر ښه ماشومان یی روزلي او ان دا چې د همدې لوستې مېرمنې له برکته یی یوه لور اوس د پوهنتون استاده ده.

لوستې مورکولای شي خپل ماشوم ته د ښوونځي په اړه یو مثبت ذهنیت ورکړي او هغه ویره چې، ماشوم یي له ښوونځي نه لري له منځه یوسي، ډاکتر محب الله زغم وایي مېرمن یی لوستې ده نو ځکه یی څلورکلن زوی لیک لوست کولای شي.

لیکونکې- مسعوده نیازۍ

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:12:22 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG