د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۲

موسٰى زى: د پاکستان او افغانستان اقتصادي همکاري پر امنيتي همکارۍ هم مثبت اغېز لرلاى شي


په پاکستان کې افغان سفيرجانان موسٰى زى وايي، له پاکستان سره د امنيتي، اقتصادي او سياسي مسايلو په برخه کې د اړيکو يو نوى باب پرانيستل شوى او هيله ده چې له پاکستان سره په وروستيو کې د شويو توافقاتو په نتيجه کې افغانستان او پاکستان دواړه عملي ګامونه پورته کړي او پر يوه بل باور ته دوام ورکړي.

ښاغلي موسٰى زي په بلوچستان کې له اعلى وزير او سياسي مشرانو سره هم له افغانستان سره د اقتصادي او سياسي اړيکو په اړه خبرې کړې دي او وايي هيله من دى، چې ترڅوپه افغانستان کې د افغان کډوالو لپاره د ژوند په ټولو برخو کې اسانتياوې او د کار-روزګار زمينه نه وي برابره شوې، پاکستان به افغان کډوالو ته پخپله خاوره کې ځاى ورکړي.

په کوټه کې د ازادۍ راډيو خبريال بارکوال مياخېل له افغان سفير جانان موسٰى زى سره مرکه کړې ده:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:06:59 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG