د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

سماع نڅا


سماع د تصوف له طریقو د چشتيه طریقې هغه نڅا ده چې د پېروانو پر عقیده یې، دوی په وجد کې راولي او معنوي او روحي کمالاتو ته یې رسوي.

په بلخ کې یو شمېر ځوانانو د سماع نڅا د بزمونو د بیا راژوندي کولو هڅه پېل کړې.

د دې موضوع ترڅنګ مو په ننۍ تاندې څانګې کې د ځوان اند ټولنې له فعالیتونو هم خبروو.

سماع د اورېدلو او اورولو په معنا ده، په ځانګړي لباس، چې ګرده لمن او اوږدې ګردې خولۍ لري، ترسره کېږي، نڅېدونکې کس خپل سر پر یوه اوږه تکېه کوي، ښی لاس د اسمان خوا او کېڼ لاس د ځمکې خوا ته نيسي او ګرد ګډيږي، د چشتيه طریقې پېروان دا ګډاد یوه عبادت په توګه مني.

له سماع سره د جلال الدین محمد بلخي نوم یاديږي او د دوی له نوم سره هم بلخ ولایت.

(ايپسو)هغه هنري او کلتوري ټولنه ده چې د دې ټولنې د مسؤل مهدي نیازي پر وینا په بلخ ولایت کې یې د سماع د نڅا د یوې ډلې د کمبود تشه ډکه کړې ده، دی د دې نڅا د ځانګړنو په اړه مالومات راکوي.

څه موده مخکې د (ايپسو هنري او کلتوري) ټولنې له خوا په مزارشریف کې د دې نڅا یوه ننداره جوړه شوه، چې ګڼ شمېرځوانانو په کې د نندارچېانو په مخکې د سماع رقص ترسره کړ، د دې نندارې مدیره ازیتا جوادي وايي چې موږ غوښتل د مولانا له زېږنځایه د سماع ډېوه روښانه کړو:

″موږ لومړی ځل په بلخ کې سماع رامنځ ته کړه، دا یو ډېر ښه پیغام له ځانه سره لري، هغه دا چې دا د مولانا جلال الدين بلخي زېږنځای دی نو د سماع صوفیانه نڅا هم باید دلته رامنځ ته شوې وای. چې موږ یې نن پر رامنځ ته کولو بریالي شوو.″

د دې ډلې يو غړی حسام الدین شفق وايي چې مولانا په بلخ کې پېدا شوی خو ترکانو له موږ خپل کړی دی، دی وايي په بلخ کې لکه د قنیې یو مکتب باید جوړ شي:

″دا دی، د سماع نڅا لومړنۍ ډله په مزار شریف کې رامنځ ته شوه. موږ لس کسه په دې ډله کې خپل تمرینونه کوو او ډېر خوشاله یوو.

موږڅوځوانانو فکر وکړ چې مولانا زموږ دی او په بلخ کې پېدا شوی خو د ترکېې قُنیې رانه ځان ته کړی، موږ ولې داسې نشو کولی. موږ هم غواړو لکه په قنیه کې چې د مولانا مکتب دی، دلته په مزار شریف کې هم هغسې مکتب جوړ شي.″

نڅا ته په افغاني ټولنه کې په ښه سترګه نه کتل کېږي، مهدي نیازی هم وايي چې په لومړیو کې څوک د سماع نڅا ته هم نه حاضرېدل خو چې کله یې له نورو نڅاګانو سره په توپير پوه شول نو اوس یې مینه وال زیات شوي دي.

٭٭٭

د ځوان اند ټولنې فعالیتونه

″ايپسو هنري او کلتوري ټولنې″ خو په افغانستان کې د سماع نڅا د دودولو کار پېل کړی خو په کابل کې د ځوان اند ټولنه څه کوي؟

دا ټولنه له تېرو درېو کلونو راهيسې فعالیت کوي. د دې ټولنې مشر جعفر ساپی وايي چې موږ لومړی د دې لپاره چې د افغانو ځوانانو له ستونزو ځان خبر کړو، يوه احصایه مې واخيسته او د ځوانانو پرمختلفو ستونزو مو تمرکز وکړ، یا مو خپل غږ پورته کړ او یا مو د چارواکو تر غوږو د خپلو همځولو د غږ رسولو هڅه وکړه.

د ځوان اند ټولنې یو غړی رفیع تابع وايي چې موږ د فیسبوک او نورو ټولنيزو شبکو له لارې خپل ملګري سره راټولوو او غونډې لرو، دی وايي چې که کله مو د چاپېریال ساتنې لپاره مټې رانغاړلي نو کله مو له خپلو ملي ځواکونو څخه د ملاتړ په نیت هغوی ته د ګلونو ګېډۍ ورکړي او د ځينو سیاسي مسئلو پر وړاندې هم غلي نه یوو ناست.

د ځوان اند ټولنې یو غړی رفیع تابع وايي چې موږ د فیسبوک او نورو ټولنيزو شبکو له لارې خپل ملګري سره راټولوو او غونډې لرو، دی وايي چې که کله مو د چاپېریال ساتنې لپاره مټې رانغاړلي نو کله مو له خپلو ملي ځواکونو څخه د ملاتړ په نیت هغوی ته د ګلونو ګېډۍ ورکړي او د ځينو سیاسي مسئلو پر وړاندې هم غلي نه یوو ناست.
د ځوان اند ټولنې یو غړی رفیع تابع وايي چې موږ د فیسبوک او نورو ټولنيزو شبکو له لارې خپل ملګري سره راټولوو او غونډې لرو، دی وايي چې که کله مو د چاپېریال ساتنې لپاره مټې رانغاړلي نو کله مو له خپلو ملي ځواکونو څخه د ملاتړ په نیت هغوی ته د ګلونو ګېډۍ ورکړي او د ځينو سیاسي مسئلو پر وړاندې هم غلي نه یوو ناست.

جعفر ساپی وايي چې په راتلوونکې کې غواړي د کابل تر څنګ په نورو ولایتونو کې هم فعالیت ولري او اوس مهال نږدې شپږ زره غړي لري چې دیارلس سوه یې نجونې دي. نیلوفرنوري هم د ځوان اند ټولنې غړې ده، دا وايي د دې لپاره له دې ټولنې سره یو ځای شوې او خپلې ګڼې نورې همځولې یې هم رابللي چې هېواد مو پر نارینه او ښځينه دواړو حق لري او باید دا حق په ګډه ادا شي:

″نجونې او مېرمنې هم کولی شي چې له خپلو وروڼو سره څنګ په څنګ ودريږي او د هېواد لپاره خدمت وکړي. زموږ هېواد څومره چې په یوه نارینه حق لري هماغه اندازه پر یوه ښځينه هم حق لري. لکه څنګه چې کور پر یوې مېرمنې ښکلی دی او بې له مېرمنې کور نېمګړی وي، همداسې د خپل وطن ابادي او سوکالي هم د دوی له همکارۍ او همغږۍ پرته ناشونې ده.″

ما ویل د ځینو فعالیتونو لپاره مالي مرسته له کومه کوئ نو رفیع تابع وویل چې د ټولنې ټول غړي په اختیاري ډول له خپلو معاشونو لږه برخه د ټولنې د فعالیتونو لپاره سپموي چې په مرسته یې خپل فعالیتونو ته دوام ورکولی شو.

د دې ټولنې مشر جعفر ساپی وايي چې موږ د خپلو فعالیتونو تر څنګ د ځوانانو لپاره د دولت کارونه څارو، که نیمګړتیا لري نو غږ پرې کوو او که کومې برخې ته یې پام نه وي، هغې ته یې پام وراړوو.

تابع ځوانانو ته د پېغام په ډول د خپلې ټولنې شعار وايي، چې باید چټک تګ وکړو او مثبت بدلون رامنځ ته کړو.

نو څه وايي چې:

خدای هم نه بدلوي حال د هغه قوم

څوک چې نه بدلوي خپل حالت پخپله

د مثبت بدلون په تمه، ننۍ تاندې څانګې پای ته رسوو. د خپرونې په اړه که نظرونه لرئ نو په دې بریښنالیک پته یې راولېږئ: ShafaqN@rferl.org

دا خپرونه چې په کابل کې یې نورګل شفق جوړوي، هره شنبې ماسپښين او هره سې شنبې سهار له ازادي راډیو خپریږي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:15 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG