د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

ښځينه زندانونو کې ماشومان هم د بې سرنوشتۍ شپې سبا کوي


د افغانستان د محابسو د عمومي ریاست شمیرې ښیي چې په ټول هیواد کې نژدې اته سوه ښځې په بیلا بیلو جرمونو بندیانې دي.


دردوونکې دا ده چې دغه میرمني یوازې نه دي، له دوی سره داسې ماشومان هم شته چې په همدې زندان کې پیدا شوي او کلونه کلونه د زندان په څلورو دیوالونو کې لوی شوي دي .


ځینې میرمنې حتی تر شپږو پورې ماشومان په زندان کې ساتي .


آیا د دغو ماشومانو د آزادۍ حق نه دی تلف شوی؟ آیا دوی په زندانونو کې زده کړه کولی شي او روغتیایې امکانات لري؟ که دغه ماشومان د زندان په محیط کې رالوی شي، راتلونکې نسلونه او ټولنه به څه ډول وي .


فریبا ظاهر د ښځینه بندیانو په اړه د ځانګړې لړۍ په دې برخه کې د هغو ماشومانو ژوند ته کتنه کړې چې په زندانونو کې له خپلو میندو سره دي .

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:47 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG