د ورکو عزيزانو د لټون په دې پروګرام کې د هغو کسانو ټليفوني پيغامونه خپرېږي، چې خپل- خپلوان يې ورک دي او غواړي د دې پروګرام له لارې يې پيدا کړي.
په پروګرام کې د هغو کسانو پيغامونه هم اورېدلاى شئ، چې د دې پروګرام په مرسته پيدا شوي دي.
دغه پروګرام واورئ ګوندې تاسې هم خپل کوم ورک عزيز ومومئ. د اتومات پيغام ثبتوونکي ماشين شمېرې هم د پروګرام په جريان کې اعلانېږي.
امان الله اميرزى دغه پروګرام جوړوي.