د ننګرهار د عامې روغتیا مسولین وایي چې له نننۍ انتحاري حملې څخه ورته ۳۳ جسدونه او څه باندې سل ټپیان وروړل شوي دي.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریس نجیب الله کامه وال ازادي راډيو ته وویل چې د ټپیانو وضعیت د ډاډ وړ دی او دوی یې د درملنې په برخه کې له ستونزو سره نه دي مخ شوي.
له ښاغلي کامه وال سره زمونږ همکار اسدالله لودین مرکه کړې او په سر کې یې د همدې حملې د تلفاتو په اړه ورڅخه پوښتنه کړې.